د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د اوسني حكومت كښې د ټېكس وصولې شرح 80 فيصده زياته شوې۔ رانا محمد افضل خان

د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د اوسني حكومت كښې د ټېكس وصولې شرح 80 فيصده زياته شوې۔ رانا محمد افضل خان

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ اوسني حكومت كښې د ټېكس وصولې شرح 80 فيصده زياته شوې او د مالي كال 13-2012 د پرمختيائي بجټ 695 اربه روپو په مقابل كښې تېر مالي كال 17-2016م لپاره د پرمختيائي بجټ حجم 1600 اربه روپو ته رسېدلې۔ دا خبرې د فنانس٬ ريونيو او اقتصادي چارو پارلماني سېكتر رانا محمد افضل خان په خپل يو بيان كښې كړې دي۔ ده ووئيل حكومت د روپې قدر په كمولو غور نه كوي او په دې لړ كښې خپرېدونكي اطلاعات بې بنسټه او ګمراه ګوونكي دي۔ ده ووئيل د هېواد مجموعي قرضه 62.5 اربه ډالر ده او حكومت په قرض كښې د كمي په اړه په قانون په سختې سره عمل كوي۔