د پاكستان او روسيې ترمېنځه تجارتي مرسته په زياتېدو ده٬ د سي پېك په نتيجه كښې به شريك اقتصادي روابط او سرمايه كاري لا زياته شي۔ د روسيې تجارتي پلاوي د تجارانو او صنعتكارو پلاويو سره ملاقاتونو كښې خبرې

د پاكستان او روسيې ترمېنځه تجارتي مرسته په زياتېدو ده٬ د سي پېك په نتيجه كښې به شريك اقتصادي روابط او سرمايه كاري لا زياته شي۔ د روسيې تجارتي پلاوي د تجارانو او صنعتكارو پلاويو سره ملاقاتونو كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د پاكستان او روسيې ترمېنځه تجارتي مرسته مخ په زياتېدو ده او د روسيې سرمايه كار په پاكستان كښې په سرمايه كارې كښې خوښي لري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي پلاويو د تللو راتللو د زياتولو ضرورت دے۔ دا خبرې د روس د تجارتي پلاوي تجارانو او صنعتكارو پلاوو سره په ملاقاتونو شوي۔ د روسيې د پلاوي مشر يوري كوزلوف وئيلي دي د روسيې سرمايه كار په پاكستان كښې د توان٬ ودانې٬ صنعت٬ كان كنې٬ رېلوے انجينئرنګ٬ مېټلرجي٬ داروګانو٬ د جراحې الاتو جوړولو٬ اېل اي ډي لائټس جوړولو٬ د سرې او د كمېكل صنعت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كول غواړي۔

ده ووئيل د سي پېك په نتيجه كښې به شريك اقتصادي روابط او سرمايه كارې لا زياته شي او دې پروژې سره به د منطقې اقتصادي پرمختګ له مرستې سره سره خوشحالي هم زياته شي۔