د فاټا ادغام لپاره د سازګار ماحول پېدا كولو او په تندې سره ضروري قانوني او انتظامي اقدامات كولې شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره په ملاقات كښې خبرې

د فاټا ادغام لپاره د سازګار ماحول پېدا كولو او په تندې سره ضروري قانوني او انتظامي اقدامات كولې شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره په ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د وفاق تر انتظام لاندې د قبائيلي سيمو ﴿فاټا﴾ د ادغام د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي چې دې مقصد لپاره د سازګار ماحول پېدا كولو او په تندې سره ضروري قانوني او انتظامي اقدامات كولې شي۔ ده دا خبره د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د صوبې په مجموعي صورتحال او فاټا په قومي چوكاټ كښې راوستلو لپاره په شويو اقداماتو خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې په روانو پرمختيائي پروژو هم خبرې وشوې۔