وطن ته د ستنېدونكي افغانان دې د پنځو كلونو نه د لږ عمره كوچنيانو رجسټرېشن باوري كړي۔يو اېن اېچ سي آر

وطن ته د ستنېدونكي افغانان دې د پنځو كلونو نه د لږ عمره كوچنيانو رجسټرېشن باوري كړي۔يو اېن اېچ سي آر

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د كډوالو نړيوالې ادارې يو اېن اېچ سي آر هغو رجسټرډ افغان كډوالو ته وئېلي دي څوك چې وطن ته ستنېدل غواړي ٬هغوي دې د پنځو كلونو نه د لږ عمره كوچنيانو رجسټرېشن باوري كړي۔د جمعې په ورځ د يو اېن اېچ سي آر استازي اے پي پي ته ووئيل داسې افغان كډوال څوك چې رجسټرېشن لري او وطن ته ستنېده غواړي خپل د پنځو كالو نه د لږ عمره كوچنيانو دې نادرا په مركزونو اسلام آباد كښې په كهنه پل٬پیښور٬لاهور٬كراچۍ او د كوئټھ په پي پي سي اېم كښې رجسټرډ كړي دغسې چې د دوي ماشومانو ته د 400 ډالرو ادائيګي وكړی شي۔په دې لړ كښې د كډوالو اطلاع لپاره په بېلا بېلو ورځپاڼو كښې اشتهارات هم وركړې شوې دې.