د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار د سارك خزانې وزارنو د اتمې غونډې چيئرمېن وټاكلې شو

د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار د سارك خزانې وزارنو د اتمې غونډې چيئرمېن وټاكلې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار د سارك خزانې وزارنو د اتمې غونډې په پېل كښې د جمعې په ورځ چيئرمېن ټاكلې شوې دې ۔دې څخه وړاندې د پرانستې غونډه وشوه ٬ وزیر اعظم محمد نواز شریف غونډه كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔د سارك خزانې وزيرانو د اتمې غونډې مشري سنبالولو نه پس ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار ووئيل سارك جوړېدو نه پس د سوئيلي آسياء اولس بهترۍ له اقتصادي او سماجي څانګو كښې ځانګړې پېشرفت كړې۔

ده ووئيل سارك هېوادونو ترمېنځه په اقتصادي او مالياتي څانګو كښې مجموعي مرستې ته وده وركړې شوې كومه چې مرحله وار او په منظم ډول سوئيلي آسياء كښې د اقتصادي يونين جوړېدو لپاره ده۔ده ووئيل د سارك پلېټ فارم د لارې د منطقې اولس د بې وسۍ او لوګې څخه خلاصولې شي ٬ په دې لړ كښې د سارك خزانې وزيرانو كردار ډېر اهميت لري ۔ده ووئيل تر اوسه د سارك 7 غونډې په كاميابۍ سره شوې او دا اتمه غونډه ده ۔

اسحق ډار ووئيل سوئيلي آسياء له به د سيمه ايز اتحاد په لاره كښې رامخې ته شوې خنډان لرې كولو ته پام لرنه كول وي ۔ده باور څرګند كړو چې اتمه غونډه كښې به د سوئيلي اسياء اقتصادي يونين جوړولو پحقله كوټلي تجويزونه مرتب كړې شي چې له مخې به ئې په منطقه كښې د غربت خاتمې او سيمه ايزې مرستې زياتولو پلو عملي لاره جوړه شي۔ اسحاق ډار ووئيل د سارك خزانې وزيرانو اتمې غونډې وړاندېزونه به سږ كال په نهم او لسم نومبر اسلام آباد كښې د سارك هېوادونو مشرانو كنفرنس ته وړاندې كولې شي۔ په دې موقع د خزانې وزير د سارك خزانې وزيرانو اتمې غونډې لپاره په چيئرمېن ټاكلو د ګډون كوٶنكو مننه وكړه۔(م ع/ض ض/ګ ل/1903)