افغانستان پحقله د شنګهائي مرستې تنظيم رابطه ډلې د نائب خارجه وزيرانو په كچه غونډه خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د طالبانو په كنټرول سيمو كښې د داعش٬ القاعده ٬ ټي ټي پي او د جماعت الاحرار د ژالو څخه د امنيت ناوړه صورتحال پشمول افغانستان ته پېښ چېلنجونه رامخې ته كړل

افغانستان پحقله د شنګهائي مرستې تنظيم رابطه ډلې د نائب خارجه وزيرانو په كچه غونډه خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د طالبانو په كنټرول سيمو كښې د داعش٬ القاعده ٬ ټي ټي پي او د جماعت الاحرار د ژالو څخه د امنيت ناوړه صورتحال پشمول افغانستان ته پېښ چېلنجونه رامخې ته كړل

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوزپوائنٹ11اکتوبر2017ء) افغانستان پحقله د شنګهائي مرستې تنظيم رابطه ډلې د نائب خارجه وزيرانو په كچه غونډه د شورو په ورځ ماسكو كښې وشوه۔ غونډه كښې خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د پاكستان نمائندګي وكړه دغسې د روسيې نائب خارجه وزير اېګور مارګېلوف د غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د افغانستان، چین، قزاخستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، هند نائب خارجه وزيرانو او د اېس سي او استازو ګډون وكړو۔

د غونډه په مهال خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د طالبانو په كنټرول سيمو كښې د داعش٬ القاعده ٬ ټي ټي پي او د جماعت الاحرار د ژالو څخه د امنيت خراب صورتحال پشمول افغانستان ته پېښ چېلنجونه رامخې ته كړې۔ دې ووئيل افغانستان كښې د نشه اي توكو د پېداوار به زياتېدو ګاٶنډي هېوادونه تحفظات لري۔ دې افغانستان كښې پائیدار امن لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمېځه د خبرو اترو د لارې هواري له په سنجيده هڅو ټينګار وكړو۔

خارجه سېكترې د افغان كډوالو زر تر زره په عزت سره د ستنېدو په اهميت او د نشه اي توكو پېداوار او قاچاق مخنيوي په ضرورت زور رواړو كومو څخه چې د افغانسان او منطقې استحكام ځپلې كېږي۔د اېس سي او د رابطه ډلې غړو هېوادونو په افغانستان كښې د امن لپاره د افغان دولت او اولسي قيادت كښې د امن د عمل بشپړه ملاتړ ٬ د ترهه ګرۍ د مخنيوي هڅو او سيمه ايز اقتصادي استحكام او رابطو كښې د افغان دولت سره د مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ غړي په اتفاق افغانستان كښې د اېس سي او هېوادونو ترمېنځه رابطې مستحكمولو ته سلا شول۔ غړو هېوادونو د افغانستان پحقله د اي سي او رابطه ډلې د راروانې غونډې په بېجنګ كښې د كېدو هركلے وكړو۔