حکومت د انصاف په نړيوال عدالت كښې د كلبهوشن ياديو كېس لپاره جسټس (ر) تصدق حسېن جېلاني اېډهاك جج ونومولو٬ د پرېكړې نه د انصاف نړيوال عدالت خبر كړې شوې۔ د خارجه دفتر وياند

حکومت د انصاف په نړيوال عدالت كښې د كلبهوشن ياديو كېس لپاره جسټس (ر) تصدق حسېن جېلاني اېډهاك جج ونومولو٬ د پرېكړې نه د انصاف نړيوال عدالت خبر كړې شوې۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوزپوائنٹ11اکتوبر2017ء) د پاکستان حکومت د انصاف په نړيوال عدالت كښې د كلبهوشن ياديو كېس لپاره جسټس (ر) تصدق حسېن جېلاني اېډهاك جج نومولې څوك چې به د انصاف په نړيوال عدالت كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د پرېكړې نه د انصاف نړيوال عدالت خبر كړې شوې۔ د انصاف نړيوال عدالت طريقه كار يوې ډلې ته په داسې حالاتو كښې د اېډهاك جج نامزد كولو واك وركوي كله چې د اړوند قوميت يو جج هلته موجود نه وي۔

دا وخت د انصاف په نړيوال عدالت كښې د پاكستان يو جج هم نشته او هندي جج بهنډاري د جج په حېث هلته موجود دے۔ د اېډهاك جج اختيارات هم د نورو ججانو برابر وي۔ د انصاف نړيوال عدالت به اوس هند خبروي چې د پاكستان حكومت پخواني جسټس تصدق جېلاني د كلبهوشن يادويو په كېس كښې خپل اېډهاك جج ټاكلې دے۔