د پاك چین اقتصادي لارې په اړه دوه ورځنې كنفرنس او نندارتون به د اګست په 29مه نيټه په پاك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې پېل كېږي

د پاك چین اقتصادي لارې په اړه دوه ورځنې كنفرنس او نندارتون به د اګست په 29مه نيټه په پاك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې پېل كېږي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د پاکستان چين اقتصادي لارې اقداماتو پحقله شعور بېدارولو ٬ دائره كار٬ ټاكلې شوې موده او سرمايه كارۍ په اړه دوه ورځنۍ كنفرنس او نندارتون د اګست په 29مه نيټه د ګل په ورځ پاك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې پېل كېږي۔د نندارتون د لارې به د سي پېك منصوبو پحقله اولس كښې شعور بېدارولو له مرسته ترلاسه شي۔په دې موقع به د سي پېك منصوبو په اړه اړوند وزارتونه د خپلې كاركردګۍ راپورونه وړاندې كوي۔

شخصي څانګو٬ تحقيقي ادارو او سټېك هولډرز نمائندګان به هم كنفرنس كښې ګډون كوي۔دې كنفرنس څخه به كاروباري ادارو له يو بل ته نزدېكېدو له مرسته ترلاسه شي او د سي پېك پحقله به معلومات هم ترلاسه شي۔ ټول اړوندو ادارو او وزارتونو ته امر شوې چې ھغوي د سي پي نندارتون په اړه خپلو هلو ځلو نه خبر كړي او د دې كاميابولو له هېڅ ډول بې غوري ونه كړې شي۔