د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د افغانستان اولس مشر اشرف غني سره ټېلي فوني تماس٬ كابل كښې په امريكن پوهنتون آف افغان د ترهه ګرو د برېد غندنه

د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د افغانستان اولس مشر اشرف غني سره ټېلي فوني تماس٬ كابل كښې په امريكن پوهنتون آف افغان د ترهه ګرو د برېد غندنه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د زيارت په ورځ د افغانستان اولس مشر اشرف غني سره ټېلي فوني تماس نيولې دې ۔د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف د افغانستان اولس مشر سره خپلو خبرو كښې د كابل په امريكن پوهنتون آف افغان د ترهه ګرو د برېد په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ده په دې پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه وكړه ۔

سرلښكر ووئيل چا ته به هم د پاكستان خاوره افغانستان كښې ترهه ګرۍ لپاره د كارولو اجازه ورنه كړې شي۔د آئي اېس پي آر له مخې افغان چارواكي د دريو موبائل ټېلي فوني شمېرو څخه خبر كړې شوې كوم چې په بريد كښې كارولي شوي او د دغه موبائل شمېرو د لارې بريد كوٶنكو د يو بل سره تماس نيولے۔دا خبره د يادونې وړ ده چې د افغان چارواكو لخوا د وركړې شويو درې افغان سېل شمېرو په بنياد پاك پوځ افغان پولې سره نزدې شكمنو سيمو كښې كومبنګ عمليات پېل كړي۔

ده ووئيل وركړې شوو شواهدو او تر اوسه د كومبنګ عملياتو په نتيجه كښې زمونږ تجزيه دا ده چې په بريد كښې كارولې شوې ټول افغان سيمونه د يوې كمپنۍ وٶ۔ ده ووئيل تر اوسه د عملياتو نتيجو څخه افغان چارواكي خبر كړې شوې ۔د پاك پوځ مشر د افغانستان اولس مشر له د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړې۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2200)