بیلا روس پاکستان خپل مخلص ملګرے ګڼي ،

د دواړه هيوادونو ترمينځه ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته مستحکمېږي ، د بیلا روس اولس مشر الیګزنډر لوکا شنکو د وزیر اعظم خاص مرستيال طارق فاطمی سره خبرې

بیلا روس پاکستان خپل مخلص ملګرے ګڼي ،
 د دواړه هيوادونو ترمينځه ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته مستحکمېږي ، د بیلا روس اولس مشر الیګزنډر لوکا شنکو د وزیر اعظم خاص مرستيال طارق فاطمی سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) د بیلا روس اولس مشر الیګزنډر لوکا شنکو وئيلي دي بیلا روس پاکستان خپل مخلص ملګرے ګڼي ، د دواړه هيوادونو ترمينځه ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته مستحکمېږي۔ده دا خبرې د زيارت پھ ورځ منسك كښې د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی سره د خبرو په مهال وكړې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خاص مرستيال د زيارت پھ ورځ صدارتی محل كښې د بیلا روس اولس مشر الیګزنډر لوکا شنکو سره ملاقات کړې۔

طارق فاطمی د وزیر اعظم نواز شریف او اولس مشر ممنون حسېن د اړخه د بیلا روس اولس مشر ته د نيكو هيلو پیغام هم ورورسولو۔ ده په تود هركلي د اولس مشر لوکا شنکو او بیلا روس خارجه وزير مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال د اولس مشر لو کا شنکو د پاکستان راتللو پشمول د شريكې خوښې په چارو بحث وشو۔ د ملاقات نه وړاندې میډیا سره په خپلو خبرو كښې اولس مشر لوکا شنکو د پاکستان او بیلا روس ترمينځه د دوه كلونو پھ مهال په نزدې اړيكو د اطمینان څرګندونه وكړھ او پھ دې خبره ئې زور راوړو چې بیلا روس پاکستان خپل مخلص ملګرے ګڼي ۔ ده ووئيل د دواړه هيوادونو ترمينځه ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته مستحکمېږي۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/2136)