فاټا اصلاحاتی کمېټۍ فاټا كښې د حکومتی رټ په ځائې كولو ،

اېف سی آر، غريبۍ او بې روز ګارۍ ختمولو او فاټا خېبر پښتونخوا كښې د ضم کولو په اړه ګڼو وړاندېزونو ته حتمی شکل وركړو , فاټا كښې د اصلاحات كولو راپور به ډير زر پارلمان ته وړاندې كړې شي ۔د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز خبرې کنفرنس ته خطاب

فاټا اصلاحاتی کمېټۍ فاټا كښې د حکومتی رټ په ځائې كولو ،
اېف سی آر، غريبۍ او بې روز ګارۍ ختمولو او فاټا خېبر پښتونخوا كښې د ضم کولو په اړه ګڼو وړاندېزونو ته حتمی شکل وركړو 
فاټا كښې د اصلاحات كولو راپور به ډير زر پارلمان ته وړاندې كړې شي ۔د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز خبرې کنفرنس ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) فاټا اصلاحاتی کمېټۍ فاټا كښې د حکومتی رټ په ځائې كولو ، اېف سی آر، د غريبۍ او بې روز ګارۍ ختمولو او فاټا خېبر پښتونخوا كښې د ضم کولو په اړه ګڼو وړاندېزونو ته حتمی شکل وركړې دې ۔ راپور به ډير زر پارلمان ته بحث له وړاندې كړې شي۔ د زيارت پھ ورځ خبرې کنفرنس ته خطاب کښې د خارجه چارو سلاحكار او د فاټا اصلاحاتی کمېټۍ چیئرمېن سرتاج عزیز ووئيل فاټا اصلاحات په اړه راپور ته حتمی شکل وركړې شوے او دا به بحث له ډير زر پارلمان ته وړندې كړې شي۔

سرتاج عزیز ووئيل کمېټۍ د مشاورت په غرض د فاټا ټاكلې شوو پارلماني غړيو ،کاروباری كسانو ،قبائیلی مشرانو،مذهبی لارښودو ،تعلیم یافته ځوانانو او د سول سوسائټۍ غړيو څخه د بشپړه مشاورت نه پس فاټا د هيواد نورو برخو برابرولو له فاټا كښې حکومتی رټ په ځائې كولو ٬ فاټا خېبر پښتونخوا كښې د ضم کولو ، لس كلن پرمختيائي پروګرام پېل كولو ، راروان كال كښې بلدياتي ټاكنې كول ،فاټا پرمختګ له د تقسیم وړ محاصل 3 فیصده شیئر كول ،اېف سی آر ختمول او د هغې په ځائې ټرائبل ایریاز رواج ایکټ جوړو ل ،تر فاټا د سپریم کورټ او هائی کورټ د كار دائرہ پراخه كول ،قانوں نافذ کولو له 20 زره نوې لیویز اهلکارو تعیناتول ، ایجنسيو كښې د ټول ټیکس ختمول او په ټولو پارلماني غړيو مشتمل ګورنرز ایډ وائزری کونسل جوړولو پشمول وړاندېزونو له حتمی شکل وركړې دې۔

د خارجه چارو سلاحكار ووئيل فاټا کے پی کے كښې ضم كولو عمل په 5 كلونو كښې د بشپړولو ووئېلې شوي دغسې قبائلی سيمو كښې د غريبۍ او بې روزګارۍ ختمولو او ټول سیکټرز كښې پرمختيائي پرګرامونو له د تقسیم وړ محاصل 3 فیصده شیئرز بيلول او فاټا ریجن سی پیك سره تړلو هم وړاندېز راغلے۔کمېټۍ فاټا كښې راروان كال بلدیاتی ټاكنې كول او د فاټا لس كلن پرمختيائي پروګرام 30فیصده د ځائې کونسلو د لارې بشپړولو تجویز وړاندې كړې ۔

کمېټۍ ایف سی آر په نوې ’’ټرائبل ایریاز رواج ایکټ كښی د بدلولو ‘‘هم سفارش کړې كوم به چې رواج او جرګه سسټم په ځائې ساتي۔ د دې ایکټ ترمخه جج به پولیټیکل ایجنټ نه وي بلکې عدالتی افسر به تعیناتولې شي۔کمېټۍ زيات شوې خرڅونه او د بډو مخنيوي له ایجنسيو كښې د ټول ټیکس ختمولو سفارش هم كړے۔ خارجه سلاحكار ووئيل کمېټۍ په فاټا اصلاحات د عملدرآمد مانیټرنګ له د کابینې په كچه کمېټی جوړوي ، ټول عمل تر سره كولو او د کابینې په كچه کمېټۍ ته راپور وړاندې كولو پھ غرض سیفران كښې ریفارم یونټ جوړولو تجاویز هم وړاندې كړے۔

ده ووئيل فاټا سیکټريټ به افرادی قوت زياتولو نه غير مستحکم کولې شي دغسې چې د خېبر پښتونخوا په حکومت زيات بوجھ نه وي ۔ ده ووئيل فاټا اصلاحات كښې به دا خبره تر نظره ساتلې شي چې اصلاحات سره به د قبائلی اولس ژوند كښی مثبت بدلون راځي۔ده ووئيل د وزیر اعظم نواز شریف په سپارښتنه فاټا كښې د اصلاحات په غرض سفارشات مرتب کولو څخه وړاندې د قبائلی مشرانو او نورو سټيك هولډرز سره مشاورت له نومبر 2015 كښی د اعلی كچ کمېټی جوړه شوي وه ۔

ده ووئيل کمېټۍ د مشاورت په غرض د فاټا ټاكلې شوو پارلماني غړيو ،کاروباری كسانو ،قبائیلی مشرانو،مذهبی لارښودو ،تعلیم یافته ځوانانو او د سول سوسائټۍ غړيو سره ملاقاتونه كړي ۔د سیفران وزير لیفټېننټ جنرال (ر)عبدالقادر بلوچ هم پھ دې مهال موجود وو۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2136)