د اسلام آباد وكيلانو د چیمبرز ستونزې به زر تر زره لرې كړې شي ۔ د وزیر اعظم د قانون او انصاف لپاره سلاحكار بیرسټر ظفر اللہ خان

د اسلام آباد وكيلانو د چیمبرز ستونزې به زر تر زره لرې كړې شي ۔ د وزیر اعظم د قانون او انصاف لپاره سلاحكار بیرسټر ظفر اللہ خان

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) د وزیر اعظم د قانون او انصاف لپاره سلاحكار بیرسټر ظفر اللہ خان وئيلي دي د اسلام آباد د وكيلانو د چیمبرز ستونزې به زر تر زره هوارې كړې شي۔۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ډسټركټ بار اېسوسي اېشن پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې۔ د ډسټرکټ بار صدر سید محمد طیب اېډوکېټ ووئيل بېرسټر ظفر الله خان سره په تېره غونډه كښې مو د وكيلانو او د چېمبر مسئلو په اړه خبره كړې۔

ده ووئيل بېرسټر ظفراللہ خان مونږ له باور راكړې ٶ چې ډېر زر به د وكيلانو او چېمبرز د جوړولو مسئله هواره كړې شي ۔ په دې موقع بېرسټر ظفر الله خان اروندو چاروواكو ته امر وكړو چې ھغوې دې زر تر زره كاروائي وكړي او بشپړ راپور دې وړاندې كړې دغسې چې په دې معامله وزیر اعظم سره خبره وكړې شي۔