د پاكستان او افغانستان په پوله تاؤ تريخوالې دواړو هېوادونو لپاره خطرناك دے۔د سېنېټ ډوهم چيئرمېن مولانا غبدالغفور حېدري د مېډيا استازو سره خبرې

د پاكستان او افغانستان په پوله تاؤ تريخوالې دواړو هېوادونو لپاره خطرناك دے۔د سېنېټ ډوهم چيئرمېن مولانا غبدالغفور حېدري د مېډيا استازو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) د سېنېټ ډوهم چيئرمېن مولانا غبدالغفور حېدري وئېلي دي چې د پاكستان او افغانستان په پوله تاؤ تريخوالې دواړو هېوادونو لپاره خطرناك دے۔د پارلمان پھ خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې افغانستان او پاكستان دواړه ګاونډي هېوادونه دي٬د افغانستان امن پاكستان سره تړلې او په پاكستان كښې د امن تعلق افغانستان سره دے٬له بده مرغه هند پھ پاكستان كښې پرله پسې مداخله كوي او پھ خاص توګه په بلوچستان كښې پھ دې وروستيو كښې د هند پټ ايجنټان نيول شوي۔

د چمن په پوله د هند او نريندرمودي په ضد مظاهرې روانې دي چې پكښې د هند بېرغ سوځېدلې او د دې په غبرګون كښې پھ افغانستان كښې د پاكستان بېرغ سوځول كېږي كوم چې ډېر غلط كار دے۔ده ووئيل چې بايد افغانستان په نظر كښې وساتي چې پاكستان د دوي محسن هېواد دے۔