د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه۔

نادرا ته د ګوتو د نښو د تصديق نظام بهتر كولو او د څو نسلونو نه په پاكستان كښې د آبادو پښتنو د شناختي كارډونو په تجديد كښې د پیښو ستونزو د ازالې كولو هدايت وكړی شوپھ هېواد كښې د بالغ وګړو شمېره 110 ملين ده چې پكښې د 106.8 ملين خلكو رجسټرېشن شوې٬د وطن كارډ او بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له امله د مېرمنو پھ رجسټرېشن كښې بهتري راغلې٬د فيملي رجسټرېشن سرټيفيكېټ آن لائن سسټم معرفي كړې شوې٬د نائيكوپ كارډ آن لائن نظام نتيجې د ډاډ وړ دي٬د جعلي دستاويزاتو د لارې ترلاسه كړی شوي 38 زره شناختي كارډونه بلاك كړی شوي۔ د نادرا دوهم چيئرمېن

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ذيلي كمېټۍ نادرا ته هدايت كړې چې نادرا دې د ګوتو د نښو د تصديق نظام بهتر كولو او د څو نسلونو نه په پاكستان كښې د آبادو پښتنو د شناختي كارډونو په تجديد كښې د پیښو ستونزو ازاله وكړي۔ د ذيلي كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د كمېټۍ كنوينئر سردار عاشق حسېن ګوپانګ پھ مشرۍ كښې وشوه۔

په غونډه كښې د كمېټۍ غړو شاهده اختر علي او د شېخ روحيل اصغر پشمول د اړوند سركاري ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د كورنيو چارو د وزارت او د كابينه ډويژن د 10۔2009 د آډټ اعتراضاتو جاج واخستلې شو۔كمېټۍ ته د نادرا دوهم چيئرمېن مير ظفرعلي ووئيل چې د وزيراعظم د دورې له امله د نادرا چيئرمېن په سكردو كښې دے ده ووئيل چې د وزيراعظم دوره منسوخ شوې او چيئرمېن اختيار راكړی چې كمېټۍ ته بريفنګ وركړم۔

د كمېټۍ كنوينئر د نادرا چيئرمېن ته دې هدايت سره د نوټس جاري كولو هدايت وكړو چې په راتلونكي كښې دې كمېټۍ ته وړاندې كېدل باوري كړي۔ده ووئيل چې پھ هېواد كښې د بالغ وګړو شمېره 110 ملين ده چې پكښې د 106.8 ملين خلكو رجسټرېشن شوې٬د وطن كارډ او بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له امله د مېرمنو پھ رجسټرېشن كښې بهتري راغلې٬د فيملي رجسټرېشن سرټيفيكېټ آن لائن سسټم معرفي كړې شوې٬د نائيكوپ كارډ آن لائن نظام نتيجې د ډاډ وړ دي٬د جعلي دستاويزاتو د لارې ترلاسه كړی شوي 38 زره شناختي كارډونه بلاك كړی شوي