د پاكستان او افغانستان د سرحدي انتظام له مخې سلامتيا موثره كولو لپاره د فرنټيئر كانسټېبلري (اېف سي) 72 وينګز جوړولې شي٬

طورخم نه پس د چمن پولې پشمول په څلورو لويو ځايونو د تګ راتګ موثره څارنې لپاره د پاكستان لخوا كار روان دے٬په پاك افغان پوله د پاكستان په حدودو كښې 6 پوستې جوړی دي او په افغانستان كښې يوازې يو چېك پوست دے٬د هېواد د دفاعي ضرورياتو نه خبر يو او پوره كولو لپاره يې په ټولو چارو غور روان دے كومو لپاره چې د بېلا بېلو هېوادونو سره خبرې روانې دي٬كوم افغان وګړی چې دستاويزات لري او جائز كار له راځي مخه به يې نه شي نيولې خو د سفري دستاويزاتو نه لرونكو او د بدآمنۍ كونكو لار تل لپاره بندولې شي۔ د دفاع لنډ مهاله سېكتر ريئر اېډمرل مختار خان او د خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د سېنېت د دفاع او خارجه چارو د قائمه كمېټۍ شريكې غونډې ته بريفنګ

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) د سېنېت د دفاع او خارجه چارو د كمېټۍ شريكې غونډې ته وئېلي شوي دي چې د پاكستان او افغانستان د سرحدي انتظام له مخې سلامتيا موثره كولو لپاره د فرنټيئر كانسټېبلري (اېف سي) 72 وينګز جوړولې شي٬د طورخم نه پس د چمن پولې پشمول په څلورو لويو ځايونو د تګ راتګ موثره څارنې لپاره د پاكستان لخوا كار روان دے٬په پاك افغان پوله د پاكستان په حدودو كښې 6 پوستې جوړی دي او په افغانستان كښې يوازې يو چېك پوست دے٬د هېواد د دفاعي ضرورياتو نه خبر يو او پوره كولو لپاره يې په ټولو چارو غور روان دې كومو لپاره چې د بېلا بېلو هېوادونو سره خبرې روانې دي٬كوم افغان وګړی چې دستاويزات لري او جائز كار له راځي مخه به يې نه شي نيولې خو د سفري دستاويزاتو نه لرونكو د بدآمنۍ كونكو لار تل لپاره بندولې شي۔

د سېنېټ د دفاع او خارجه چارو كمېټۍ شريكه غونډه د سناتور مشاهد حسېن سيد او د سناتور نزهت ياسمين په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه۔په دې موقع د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري٬د دفاع وزارت لنډ مهاله سېكتر ريئر اېډمرل مختار خان٬د دفاع او خارجه وزارت نور چارواكي او د دواړو كمېټو غړي موجود وو۔

د دفاع لنډ مهاله سېكتر ريئر اېډمرل مختار خان او خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔د پاكستان او افغانستان د سرحدي انتظام په اړه كمېټۍ ته بريفنګ وركولو سره خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې امن لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي٬پاكستان په خپل اصولي دريځ ولاړ دے چې كه امريكا افغانستان٬چين٬طالبان او نور اړوند ډلې پھ افغانستان كښې دائمي حل غواړي نو د دې حل يوازې مذاكرات دي۔

دې سره څه داسې نور كارونه هم دي كوم چې پھ افغانستان كښې دننه كول دي او هغه افغان دولت ته كول دي٬تر ټولو وړاندې به د افغان دولت لخوا طالبانو ته يو پوخ پیغام وركول وي چې مونږ مذاكرات غواړو كه افغان دولت طالبانو لپاره يو داسې پیكج وركړي چې كه هغوي د انتهاخوښۍ لار پرې ږدي نو په افغانستان كښې دوي لپاره بل متبادل نظام شته چې دغسې دوي د معمول د ژوند تېرولو جوګه شي ٬كه داسې پېغام وركړی شي نو طالبان به هم احساس ولري٬چې د جنګ په ځاې په مذاكراتو كښې ګټھ ده۔

افغان دولت د غېر رياستي عناصرو د داخلې شكايات لري دغسې پاكستان هم اندېښنه لري چې ټې ټي پي او نور ترهه ګر د افغانستان نه راځي او دلته كاروائي كوي۔د دې اندېښنو ازالې لپاره به په پاك افغان پوله انتظام موثره كول وي ځكه چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه دے۔ده ووئيل چې سرحدي انتظام لپاره افغانستان سره د اوږدې مودې نه د خبرو عمل روان دې۔د دفاع لنډ مهاله سېكتر كمېټۍ ته بريفنګ وركولو سره ووئيل چې په پاك افغان پوله د پاكستان په حدودو كښې 6 پوستې جوړی دي او په افغانستان كښې يوازې يو چېك پوست دے٬د هېواد د دفاعي ضرورياتو نه خبر يو او پوره كولو لپاره يې په ټولو چارو غور روان دې كومو لپاره چې د بېلا بېلو هېوادونو سره خبرې روانې دي۔