پاكستان او تركيه تاريخي دوستي لري٬ د دواړو هېوادونو دوستي په هر ازمېښت پوره ختلې٬

تركيې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق په پاكستان كښې د تركيې سفير جرجن بابر صادق سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې پاكستان او تركيه تاريخي دوستي لري٬ د دواړو هېوادونو دوستي په هر ازمېښت پوره ختلې٬ تركيې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ ده دا خبرې په پاكستان كښې د تركيې سفير جرجن بابر صادق سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې سپيكر سره د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانې كښې ملاقات وكړو۔

د ملاقات په مهال سپيكر د دواړو اسلامي هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا پراخا كولو لپاره د دواړو هېوادونو د پارلمان غړو ترمېنځه د روابطو په لا زياتولو زور راوړو۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو د پارلمان غړي د منطقې خوشحالې او پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كولې شي۔ سپيكر ووئيل چې د اسلامي هېوادونو د پارلمان غړي اسلامي نړۍ ته د ورپېښو مسئلو حل كولو لپاره لويه ذمه واري لري۔ د تركيې سفير ووئيل چې پاكستان او تركيه په سياسي كچه يو ډول نظر لري او دواړو وروڼو هېوادونو تل په نړيوالو او سيمه ايزو فورمونو د يو بل ملاتړ كړے۔ ده د خپل حكومت لخوا په پاكستان كښې د اقتصادي پرمختګ رفتار ګړندې كولو لپاره د هر ډول ممكنه مرستې كولو باور وركړو.