د انجمن هلال احمراو د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې خدمات ترسره كوٶنكو نورو ادارو ترمېنځه بايد كوټلې روابط جوړ شي۔اولس مشر ممنون حسېن

د انجمن هلال احمراو د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې خدمات ترسره كوٶنكو نورو ادارو ترمېنځه بايد كوټلې روابط جوړ شي۔اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25اگست 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن د قدرتي آفتونو او نورو پېښو په مهال د انجمن هلال احمر پاكستان د خدماتو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د دې كاركردګي لا ښه كولو له دې د انجمن ټول نتظيمونه په يوه ضابطه كار كښې راوستلې شي او دې له دې ټولو ضروري تقاضې ترسره كړې شي۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ د انجمن هلال احمر لخوا د وړاندې كړې شوې بريفنګ په مهال وكړې۔

په دې موقع د انجمن هلال احمر پاكستان چیئرمېن ډاکټر سعید الٰهي او نورو چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر هدايت وكړو چې د افتونو ٬ پېښو او نورو مسئلو كښې ښه كاركردګۍ له په اړوند څانګو كښې تريبه شوې افرادي قوت تيارولو له دې انجمن هلال احمر كوټلې منصوبه بندي وكړې دغسې چې د خدماتو معيار ښه كړې شي او پاكستان په دي لړ كښې د ګاٶنډي هېوادونو د مرستې كولو جوګه شي۔

ده هدايت وكړو چې اداره دې په دې لړ كښې په ابتدائي توګه د تعليمي ادارو او پوهنتونونو مرسته ترلاسه كړي او د مستقل پوهنتونونو جوړولو له دې كوټلې لائحه جوړه كړې شي۔ اولس مشر ووئيل چې په پاكستان كښې كار كوٶنكې د انجمن هلال احمر د صوبائي او سيمه ايزو څانګو كاركردګي ښه كولو له مشتركه ضابطه كار ته اړتيا ده او په دې په تندۍ سره كار كول پكار دي۔

ده ووئيل صوبائي او سيمه ايز تنظيمونه په يوه دائره كار كښې راوستلو سره د انجمن كاركردګي لا ګړندې كېدې شي۔ ده هدايت وكړو چې د انجمن هلال احمر او د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې خدمات ترسره كوٶنكو نورو ادارو ترمېنځه بايد كوټلې روابط جوړ شي دغسې چې د مرستې هلې ځلې زياتې موثره كړې شي۔ د انجمن هلال احمر چیئرمېن ډاکټر سعید الٰهي د انجمن د هلو ځلو او خدماتو په اړه اولس مشر ته بريفنګ وركړو۔ اولس مشر د انجمن د خدماتو ستائنه كولو سره ووئيل چې انجمن دې د خپلو هلو ځلو دائره كار لا پراخه كړي او د لرې پرتو سيمو اولس د ژوند آسانيو له دې د تحقيق قامي ادارو سره په ګډه كوټلي ګامونه پورته كړې شي۔