راتلونكو څو ورځو كښې به د الطاف حسېن پھ ضد قانوني كاروائي كولې شي٬

مېډيا٬وګړيو او قانوني نافذ كوونكو ادارو ښار د يرغمالولو نه ساتلې۔د وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان پرېس كنفرنس

راتلونكو څو ورځو كښې به د الطاف حسېن پھ ضد قانوني كاروائي كولې شي٬
مېډيا٬وګړيو او قانوني نافذ كوونكو ادارو ښار د يرغمالولو نه ساتلې۔د وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان پرېس كنفرنس

كراچۍ(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د متحده قومي موومنټ(اېم كيو اېم)مشر الطاف حسېن د اشتعال انګيز وېنا په ضد د آئيني او قانوني اړخونو جاج اخستو نه پس به د سندھ حكومت په مشاورت څو ورځو كښې كاروائي كولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د سندھ ګورنر ډاكټر عشرت العباد خان سره د پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔

وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل د اردو ويوينكو هېواد سره پھ مينه شك د پوهې نه پرته دے٬د يو كس په وېنا به ښار يرغمال كولو له ورنكړو٬ ده ووئېل د كراچۍ امن د ټول هېواد امن دے٬د قانون نافذ كوونكو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ده ووئيل دوه ورځې وړاندې په پرائيوټ ټي وي چينل بريد شوې او د ښار يرغمالولو هڅه شوې٬دا هڅه په ناكامه كولو امنيتي ادارو او د كراچۍ اولس ته پیرزوئنې وړاندې كوم٬ ده ووئېل دا فوټېج ټولې نړۍ ته ښودلې شوې٬امنيتي ځواكونو په سمدستي توګه كاروائي كړې چې پكښې د مېډيا كليدي كردار وو۔

ده ووئيل ټارګېټډ عمليات روان دي خو لا كار بشپړه شوے نه دے اوس هم څه عناصر پاتې دي۔ده ووئيل د كراچۍ خلقو هم د الطاف حسېن د خبرو غندنه كړې۔ده ووئيل هر وګړې د خپلو چارو ذمه وار دے٬ كوم به هم په ناجائزه توګه تنګ نه كړې شي۔ده ووئيل الطاف حسېن غېر ملكي وګړې دے٬ ده ووئېل د قانون ترمخه برتانيې سره به كاروائې له رابطه كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د اېم كيو اېم سېل كړی شوي دفتر په اړه به صوبائي حكومت لائحه عمل جوړوي او هغوي چې څه هم راپور وفاق ته رالېږي د هغې ترمخه به پريكړه كولې شي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف به په رارونو څو ورځو كښې د اعلٰی پاې غونډې مشري كوي چې پكښې به ټول اعلٰی وزيران هم ګډون كوي۔