د اے پي پي منیجنګ ډائرېکټر مسعود ملك په مشرۍ كښې د بېورو چيفس او سټېشن انچارجز غونډه

قامي خبر رسنه اداره دا اعزاز لري چې خپل سبسكرائبرز له مستند او د باور وړ خبرونه وركړي٬ , د تعليم٬ روغتيا او سماجي څانګو كښې د حكومت د پرمختيائي هلو ځلو رامخې ته كولو لپاره سبسكرائبرز ته ترسيل باوري كړي۔د مسعود ملك د بېوروز مشرانو ته امر

د اے پي پي منیجنګ ډائرېکټر مسعود ملك په مشرۍ كښې د بېورو چيفس او سټېشن انچارجز غونډه 
قامي خبر رسنه اداره دا اعزاز لري چې خپل سبسكرائبرز له مستند او د باور وړ خبرونه وركړي٬
د تعليم٬ روغتيا او سماجي څانګو كښې د حكومت د پرمختيائي هلو ځلو رامخې ته كولو لپاره سبسكرائبرز ته ترسيل باوري كړي۔د مسعود ملك د بېوروز مشرانو ته امر

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) د اے پي پي منیجنګ ډائرېکټر مسعود ملك په مشرۍ كښې د بېورو چيفس او سټېشن انچارجز يوه ورځنۍ غونډه كښې د ادارې كار لا ښه كولو له عزم سره پائې ته ورسېده ۔د اے پي پي اېم ډي په بېورو مشرانو زور رواړو چې ھغوي په خاص توګه د تعليم٬ روغتيا او سماجي څانګو كښې د حكومت د پرمختيائي هلو ځلو رامخې ته كولو له د خبرونو سبسكرائبرز ته ترسيل باوري كړي۔

ده مشرانو ته امر وكړو چې ھغوې پاك چين اقتصادي لارې منصوبه هم رامخې ته كړې۔په غونډه كښې د كراچۍ ٬لاهور، کوئټه، پېښور، حېدرآباد، فېصل آباد او پېنډۍ بېورو مشرانو سره د ملتان ، بهاولپور، سرګودھا، سیالکوټ، اېبټ آباد، آزاد کشمیر، سکھر، ګلګت او د لاړكانه سټېشن مشرانو ګډون وكړو ۔ اېګزېكټو ډاېرېكټر اے پي پي٬ ډائرېکټر کوآرډینېشن، ډائرېکټر نیوز، چیف نیوز اېډیټر او د اردو څانګې انچارج هم په دې موقع موجود وو۔

غونډه كښې خپلو خبرو كښې مسعود ملك ووئيل قامي خبر رسنه اداره دا اعزاز لري چې خپل سبسكرائبرز ته مستند او د باوري خبرونه وكوي او دا اعزاز به بيا لپاره هم په ځائ ساتلې شي۔غونډه كښې ګډون كوونكو ته د پرنټ سبسكرائبرز حاجتونو له مخې د ځائ او قامي خبرونو مناسب او په سمدستي توګه د اېډېټنګ باوري كولو امر وكړې شو۔دوې ته د ضلعي نمائندګانو د لارې د مهمو هلو ځلو د كورېچ او سبسكرائبرز ته د خبرونو په تندۍ سره رسول باوري كولو له هم سپارښتنه وشوه۔

ګډون كوٶنكو مېنجنګ ډائرېكټر د بېورو د مسئلو نه خبر كړو ٬ دوي ته باور وركړې شو چې ټولې مسئلې هوارولو له به ضروري ګامونه پورته كولې شي او د پېشه وره وظيفې ترسره كولو له به هر ډول سامان هم وركولې شي دغسې چې دوي په ښه ډول خپله وظيفه ترسره كړې۔ بېورو چیفس او سټېشن انچارجز په غونډه كولو د اېم ډي اے پي پي ستائنه كولو سره ووئيل دا ډول غونډې سباٶن كښې كولو ته اړتيا لري دغسې چې په مناسب ډول لارښودنه او خبرتيا ترلاسه شي ۔

دې نه پس مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك د ګډون كوٶنكو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركړه چې پكښې د اے پي پي پخوانو مشرانو اېم آفتاب، مفتي جمیل الدین احمد، طارق امام، اشفاق ګوندل، رائے ریاض حسېن، محمد ریاض، غلام حضور باجوہ او اعجاز احمد او نورو هم ګډون وكړو۔