ګلګت بلتستان كښې د ټېكس په اړه كمېټي وړاندېزونه وضعه كوي۔

حتمي منظورۍ له به ډېر زر وزریراعظم محمد نواز شریف ته وليږلې شي ۔برجېس طاهر

ګلګت بلتستان كښې د ټېكس په اړه كمېټي وړاندېزونه وضعه كوي۔
حتمي منظورۍ له به ډېر زر وزریراعظم محمد نواز شریف ته وليږلې شي ۔برجېس طاهر

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي ګلګت بلتستان كښې د ټېكس په اړه كمېټي وړاندېزونه وضعه كوي٬ حتمي منظورۍ له به زر وزریراعظم محمد نواز شریف ته ليږلې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ ګلګت بلتستان كښې د ټېكس چارو په لړ كښې د قائمه كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔

غونډه كښې د ګلګت بلتستان وزیر اعلیٰ حافظ حفیظ الرحمن،د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقي سېكتر عابد سعید، د اېف بي آر غړي٬ د ګلګت بلتستان كونسل دوهم سېكتر ٬ د خزانې وزارت او آئي آر اېس چارواكو ګډون وكړو ۔وفاقي وزير ووئيل ګلګت بلتستان كښې پرمختګ او سوكالۍ له ټېكس كلچر ته وده وركول ضروري ده۔ده ووئيل په دې لړ كښې په اولس كښې شعور بېدارولو له كمپائن هم چلولې شي ٬ده ووئيل حكومت ګلګت بلتستان له پرمختګ وركول غواړي او په ټولو معاملو كښې د اولس خوشحالو او اسانيو ته به پاملرنه كولې شي.