مونږ ته په امن اوسېدو او د مذهبي همغږۍ شريك مقصد ترلاسه كولو لپاره د برداشت٬زغم او د يو بل د احترام اعلٰی اقدارو ته د ودې وركولو ضرورت دے۔

د وزيراعظم محمد نواز شريف د داؤدي بوهره ټولنې پلاوي سره خبرې

مونږ ته په امن اوسېدو او د مذهبي همغږۍ شريك مقصد ترلاسه كولو لپاره د برداشت٬زغم او د يو بل د احترام اعلٰی اقدارو ته د ودې وركولو ضرورت دے۔
د وزيراعظم محمد نواز شريف د داؤدي بوهره ټولنې پلاوي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د بېلا بېلو مذهبونو پيروكارو ترمينځه د بين العقيدې همغږۍ ودې لپاره د علماﺀ كرامو او مذهبي دانشورو په كردار رڼا اچولو سره په دې خبره زور راوړے چې مونږ ته په امن اوسېدو او د مذهبي همغږۍ شريك مقصد ترلاسه كولو لپاره د برداشت٬زغم او د يو بل د احترام اعلٰی اقدارو ته د ودې وركولو ضرورت دے۔

ده دا خبره د شورو په ورځ د داؤدي بوهره ټولنې مشر ډاكټر سيدنا مفضل سېف الدين په مشرۍ كښې ملاقات كونكي پلاوي سره پھ خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم د ډاكټر سيدنا مفضل سېف الدين هركلې كولو سره ووئيل چې د ده د پاكستان دورېې سره به د اولس ترمينځه سماجي او كلتوري رشتې وده وكړي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكسان كښې مېشته بوهره برادرې په قامي پرمختګ او په خاص توګه په هېواد كښې په تجارتي هلو ځلو كښې زياتوالي له ښه كردار ادا كړې٬ د تعليم او روغتيا پشمول په سماجي څانګه كښې د دوي خدمات هم د ستائنې وړ دي۔

ډاكټر سيدنا مفضل سېف الدين ووئيل چې پاكستان كښې مېشته بوهره برادرۍ د هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ په اړه كردار ادا كولو سره خپل ځان يوه اثاثه ثابته كړې۔ ده د حكومت په هڅو وزيراعظم ته پیرزوينه وړاندې كړه د كومو په نتيجه كښې چې په پاكستان كښې په اقتصادي صورتحال ډېر ښه شوے۔ ده په هېواد كښې د امن او استحكام راوستلو لپاره د حكومت د هڅو هم ستائنه وكړه۔ ډاكټر سيدنا مفضل سېف الدين ووئېل چې زمونږ ورورولي د هېواد ښه خذمت لپاره نوې جذبې سره خپلې پاكستاني ورورولۍ سره په ګډه كار كوي۔