د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره د رېډ كرايسنټ سوسائټۍ چيئرمېن ډاكټر سعيد الهي وليدل

د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره د رېډ كرايسنټ سوسائټۍ چيئرمېن ډاكټر سعيد الهي وليدل

پیښور(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) د پاكستان رېډ كريسنټ سوسائټۍ چيئرمېن ډاكټر سعيد الهي د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا سره د شورو په ورځ د پیښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د پاكستان رېډ كريسنټ عمومي سېكتر برېګېډئر غلام محمد اعوان او مېرمن مير جام هم په دې موقع موجود وه۔ د پاكستان رېډ كريسنټ سوسائټۍ چيئرمېن ګورنر ته د ادارې د كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع ده ګورنر په خېبرپښتونخوا او فاټا كښې د رېډ كريسنټ تر سيوري لاندې د روغتيا٬ايمرجنسي سروس او روانو سكيمونو په اړه تفصيلي خبر كړو۔ ګورنر د رېډ كريسنټ د كاركردګۍ ستائنه وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې دغسې هغه به په فاټا او خېبرپښتونخوا كښې د خلكو خدمت روان وساتي۔