په حلقه اېن اے 120 كښې د ضمني ټاكنو په مهال د بائيو مېټرك مشينانو د لارې د 88 فيصده ووټرانو تصديق شوې٬ د 2 زره 646 ووټرانو د ګوتو پېژندګلې نه دي شوې د ھغه بائيو مېټرك مشينانو كارولو راپور به پارلمان ته وړاندې كولې شي٬ په اېن اے 4 پېښور كښې به 150 الېكټرانك مشينان كارولې شي۔ د ټاكنو كمېسون سېكتر بابر یعقوب خان

<اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22ستمبر2017ء) د ټاكنو كمېسون سېكتر بابر یعقوب خان وئيلي دي چې په حلقه اېن اے 120 كښې د ضمني ټاكنو په مهال د بائيو مېټرك مشينانو د لارې د 88 فيصده ووټرانو تصديق شوې٬ د 2 زره 646 ووټرانو د ګوتو پېژندګلې نه دي شوې د ھغې بائيو مېټرك مشينانو كارولو راپور به پارلمان ته وړاندې كولې شي٬ په اېن اے 4 پېښور كښې به 150 الېكټرانك مشينان كارولې شي٬ نادرا څخه د ټول پاكستان د ووټرانو بائيو مېټرك تفصيلاتو ترلاسه كولو له پرېكړې شوې ده۔

د جمعې په ورځ په ټاكنو كمېسون كښې د لاهور په ضمني ټاكنو كښې د بائيو مېټرك مشيانون كارولو د تجربي نه د خبرولو په مهال ده ووئيل 22 زره 181 ووټرانو د 39 پولنګ سټېشنو كښې د بائيو مېټرك نظام د لارې ووټ كارولې چې پكښې د 19 زره 520 ووټرانو بائيو مېټرك تصديق شوې او د 2 زره 646 ووټرانو د ګوتو شناخت نه دې شوې كوم چې زمونږ لپاره د پرېشانۍ خبره ده٬ كه چرې ټول هېواد كښې دا تناسب هم دغسې وي نو په 9 كروړه 70 ووټرانو كښې به د يو كروړ 16 لكه ووټرانو تصديق ونه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه دې خبره سره متفق نه يم چې خلق د ووټ اچولو نه منع كړې شي۔ ده ووئيل په ضمني ټاكنو كښې پولنګ سوله ايز شوې ۔ په دې موقع د الېكشن كمېسون ډي جي آئي هم د پوښتنو ځوابونه وركړه۔