پھ څلورو واړو صوبو او آزاد كشمير كښې د افغان كډوالو وطن ته د ستنېدو په اړه د خبرتيا كمپائن روان دے

پھ څلورو واړو صوبو او آزاد كشمير كښې د افغان كډوالو وطن ته د ستنېدو په اړه د خبرتيا كمپائن روان دے

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) پھ څلورو واړو صوبو او آزاد كشمير كښې د افغان كډوالو وطن ته د ستنېدو په اړه د خبرتيا كمپائن روان دے۔د سېفران په وزارت كښې د لوړی پاې په غونډه كښې د افغان كډوالو د ستنېدو په اړه د خبرتيا كمپائن چلولو پريكړه شوې چې په نتيجه كښې يې افغان كډوالو كمشنران په خېبرپښتونخوا بلوچستان٬سندھ٬پنجاب او آزاد كشمير كښې د افغان كډوالو د ستنېدو په اړھ د خبرتيا كمپائن چلوي۔دا كمپائن پھ ټول هېواد كښې د افغان كډوالو په كمېپونو او لويو لويو ښارونو كښې چلولې شي۔د يادونې وړ ده د دې كمپائن پھ نتيجه كښې تراوسه د ټول هېواد څخه 63 زره افغان كډوال وطن ته راستنه شوي دي.