بايد غېر ملكي سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د زياتو موخو نه زياته استفاده وكړي٬

پاكستان تركيې سره د ورورولۍ اړيكې لري٬دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړی۔ د اولس مشر ممنون حسېن د تركيې د سرمايه كارو پلاوي سره خبرې

بايد غېر ملكي سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د زياتو موخو نه زياته استفاده وكړي٬
پاكستان تركيې سره د ورورولۍ اړيكې لري٬دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړی۔ د اولس مشر ممنون حسېن د تركيې د سرمايه كارو پلاوي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي بايد غېر ملكي سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د زياتو موخو نه زياته استفاده وكړي ٬پاكستان تركيې سره د ورورولۍ اړيكې لري٬ دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې۔ ده دا خبرې پھ ايوان صدر كښې د تركيې د سرمايه كارې كمپنۍ اوسي هولډنګ صدر فتحي كمال ايبكلي اوګلو په مشرۍ كښې د تركيې د سرمايه كارو د ډلې پلاوي سره د ملاقات پھ مهال خبرو كښې وكړی۔

پھ دې موقع په پاكستان كښې د تركيې سفير صادق بابر ګرګن هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل په پاكستان كښې د امن وضعه ډېره ښه شوې٬حكومت په پاكستان كښې سرمايه كاري كوونكو سرمايه كارو له هر ډول آسانې وركوي او هم دا سوب دے چې نړيوال سرمايه كار په پاكستان كښې خپله سرمايه لګوي او دې سره د پاكستان زرمبادله زياته شوې٬دا په پاكستان د باور څرګندونه ده۔

اولس مشر ووئيل پاكستان تركيې سره د ورورولۍ اړيكې لري او دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړی۔ده ووئيل بايد د تركيې سرمايه كار په پاكستان كښې زياته سرمايه كاري وكړي چې دغسې دا اړيكې لا قوي كړی شي۔ده ووئيل په دواړو هېوادونو كښې سرمايه كاري د صلاحيت نه كمه ده او تر كافي حده زياتېدې شي۔اولس مشر ووئيل پھ پاكستان كښې د برېښنا پیداوار او په نورو پروژو كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي او په دې كښې د تركيې سرمايه كار خپله برخه اچولې شي۔

اولس مشر پلاوي ته ووئيل هغوي دې نور سرمايه كار هم په پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو ته راغب كړي۔د پلاوي مشر د اولس مشر مننه وكړه او ده ته يې د تركيې سرمايه كار پھ پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته په متوجو كولو له د خپل كردار ترسره كولو باور وركړو۔