پاکستان اعتدال ، امن او پرمختګ خوښې اسلامي هېواد دے٬

نړۍ ته د پاكستان رښتنې پېژندګلي وړاندې كولو ته اړتيا ده٬ پرېس چارواكي دې په اقتصادي او سماجي څانګو كښې پرمختګ لپاره د پاكستان اصل كاميابۍ رامخې ته كړي۔د اولس مشر ممنون حسېن بهر هېوادونو كښې په ځائ كوٶنكو د پاكستان انفارمېشن ډلې پرېس افسرانو سره خبرې

پاکستان اعتدال ، امن او پرمختګ خوښې اسلامي هېواد دے٬
نړۍ ته د پاكستان رښتنې پېژندګلي وړاندې كولو ته اړتيا ده٬ پرېس چارواكي دې په اقتصادي او سماجي څانګو كښې پرمختګ لپاره د پاكستان اصل كاميابۍ رامخې ته كړي۔د اولس مشر ممنون حسېن بهر هېوادونو كښې په ځائ كوٶنكو د پاكستان انفارمېشن ډلې پرېس افسرانو سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان اعتدال ، امن او پرمختګ خوښې اسلامي هېواد دے٬ نړۍ ته د پاكستان رښتنې پېژندګلي وړاندې كولو ته اړتيا ده دغسې چې د پاكستان په حقله د نړۍ د اولس غلط فهمۍ لرې كړې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د شورو په ورځ د پاكستان انفارمېشن ډلې پرېس افسرانو سره خپلو خبرو كښې كړې۔

اولس مشر ووئيل پرېس چارواكي دې په اقتصادي او سماجي څانګو كښې پرمختګ لپاره د پاكستان اصل كاميابۍ رامخې ته كړي دغسې چې سرمايه كار پاكستان ته پام راوګرځوي۔اولس مشر ووئيل په اوسني وخت كښې ميډيا په سفارتكارې كښې لوې لاس لري ۔ده ووئيل اوس نړۍ ګلوبل وېلچ جوړ شوے او سوشل ميډيا عام وګړي خبريالان كړې٬ په دې سوب اوس د پرېس افسرانو لويه ذمه واري ده چې ھغوي د حكومت پاليسۍ مخ په وړاندې بوځي او د قامي مفاداتو تحفط باوري كړي۔

اولس مشر ووئيل ستاسو وړومبۍ ترجيح دا پكار ده چې پاکستان اعتدال ، امن او پرمختګ خوښې رياست دے او ھغه خپلو ګاٶنډيانو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې غواړي۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان اولس امن خوښ دے او د پاكستان شته مند خلق د خپل آمدن لويه برخه د خېر ښګړې په كارونو خرڅ كوي۔ ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د 60 زرو نه زيات ځانونه قربان كري۔

ده په ضرب عضب عملياتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل عمليات په كاميابۍ سره روان دي او ډېر زر به د ترهه ګرۍ په لعنت قابو وموندلې شي ۔اولس مشر ووئيل د كشمير كشاله يوه نړيواله مسئله ده او بايد دا د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره كړې شي ٬ پاکستان به د کشمیريانو د خپلواكۍ تحريك په سفارتي او اخلاقي كچه مرسته روانه ساتي۔ده هيله ولرله چې نړيواله ورورولي به هم په دې لړ كښې خپل كردار ولوبوي۔

اولس مشر پرېس افسرانو ته امر وكړو چې ھغوي په كشمير كښې د هند د جبر او ظلم رښتينې څېره نړۍ ته وړاندې كړي او په دې خبره زور رواړئ چې د كشمير كشاله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره كړې شي۔اولس مشر ووئيل هېواد كښې جمهوريت مضبوطېږي٬ ميډيا خپلواكه ده٬ او د مېرمنو د تعليم او په قامي تعمير كښې د ھغوي د كردار ډاډګيرنه روانه ده۔ ده ووئيل سول سوسائټۍ د ټولنې بدلۍ له فعاله كردار ترسره كړې۔

اولس مشر ووئيل د اوسني حكومت د اقتصادي پاليسو په سوب د پاكستان معيشت ښه كېږي۔ده پرېس افسرانو ته ووئيل چې ھغوي خارجي سرمايه كارو ته په پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته ترغيب وركړي او د ميډيا د لارې د پاكستان كېس په ښه ډول نړۍ ته وړاندې كړئ۔اولس مشر ووئيل سي پېك منصوبې سره به ټوله منطقه كښې بدلون راشي۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د توان منصوبو بشپړېدو سره به تر كال 2018 لوډشېډنګ ختم شي۔اولس مشر ووئېل زه هيله لرم پرېس افسران به په مينه او خوارۍ سره كار وكړي او د پاكستان پرمختګ لپاره به خپل ټول صلاحيتونه پكار راولي۔