د ټاكنو كميسون په اېن اے 63 كښې ضمني ټاكنو لپاره د اخلاقو ضابطه اعلان كړه

د ټاكنو كميسون په اېن اے 63 كښې ضمني ټاكنو لپاره د اخلاقو ضابطه اعلان كړه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) د ټاكنو كميسون د قامي اسمبلۍ په اېن اے 63 كښې ضمني ټاكنو لپاره د اخلاقو ضابطه جاري كړې ده ۔د ټاكنو كميسون ذريعو له مخې پھ دې سيمه كښې سپيځلې ټاكنې باور كولو لپاره د ټاكنو كميسون ټولو وفاقي او صوبائي انتظامي چارواكو ته امر شوې چې د كوم خاص كانديد يا د سياسي ګوند مرستې لپاره د دولتي اسانيو كارولو نه ډډه وكړئ۔د اخلاقې ضابطې له مخې د وزيراعظم٬اعلٰی وزيرانو٬وفاقي وزيرانو٬دوهم وزيرانو٬د وزيراعظم او د اولس مشر سلاحكاران ٬ڼصوبائي وزيران٬د اعلٰی وزيرانو سلاحكاران او د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړي په ياده سيمه كښې سياسي هلې ځلې نشي كولې۔