حکومت د افغانستان پشمول د منطقې ټولو هېوادونو سره تجارت زياتول غواړي۔د انجینئر خرم دستګير ميډيا سره خبرې

حکومت د افغانستان پشمول د منطقې ټولو هېوادونو سره تجارت زياتول غواړي۔د انجینئر خرم دستګير ميډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د تجارت وفاقي وزیر انجینئر خرم دستګير وئيلي دي حکومت د افغانستان پشمول د منطقې ټولو هېوادونو سره تجارت زياتولو له عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل افانستان سره تجارت زياتول او د ټولو مسئلو هواري له ګامونه پورته كړې شوې چې په سوب ئې په كال 16-2015 كښې تجارت زيات شوې۔

دې څخه واړندې انجینئر خرم دستګیر د تجارت لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته ووئيل د وزیراعظم په امر لس زره مېټرك ټنه وريژې به چين ته په ډالۍ كښې لېږلې شي ۔ په دې موقع د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن چیئرپرسن نرګس ګلو كمېټۍ ته ووئيل هېواد كښې اداره 91 اثاثې لري چې پكښې 16 پلاټس٬ 14 د استوګنې يونټس او درې د كركيلې زمكې هم شاملې دي۔په غونډه كښې سناتورانو الیاس بلور، مفتي عبدالستار، نعیمه خان، خان احمد خواجه، سعود مجید، محمد عثمان خان کاکړ او سلیم مانډوی والا ګډون وكړو.