د پاكستان سفير برهان الاسلام د بوليو اولس مشر جوآن ايووو مورئلز ايما ته خپل سفارتي سندونه وړاندې كړه

د پاكستان سفير برهان الاسلام د بوليو اولس مشر جوآن ايووو مورئلز ايما ته خپل سفارتي سندونه وړاندې كړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) بوليو كښې د پاكستان سفير برهان الاسلام د بوليو اولس مشر جوآن ايووو مورئلز ايما ته خپل سفارتي سندونه وړاندې كړې دي ۔د پاكستان سفير په دې موقع د بوليو اولس مشر سره 20 دقيقي ملاقات وكړو چې پكښې هغه د پاكستان اولس مشر او وزيراعظم د اړخه هغه له د نيكو هيلو پیغام ورسولو۔د پاكستان سفير هغه په بېلو څانګو كښې د پاكستان د پرمختګ څخه خبر كړو او د سيمه ايزې وضعې او د سلامتيا اوسنو چېلنجونو نه خبر كړو۔د بوليو اولس مشر هم د پاكستان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يې د پاكستان كردار وستائېلو۔