وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په بېلا بېلو نړيوالو فورمونو د رومانيه د ملاتړ ستائنه وكړه

وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په بېلا بېلو نړيوالو فورمونو د رومانيه د ملاتړ ستائنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په بېلا بېلو نړيوالو فورمونو د رومانيه د ملاتړ ستائنه كولو سره وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ٬انتهاخوښۍ او عسكريت خوښۍ مقابلې كولو لپاره به پاكستان رومانيه سره بشپړه مرسته كوي۔د پاكستان وسله والو ځواكونو او اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې قربانۍ وركړې دي٬زمونږ ترجيح د كډوالو بحالي بيا آبادول او بيا رغونه ده او په دې لړ كښې به د رومانيه د مرستې ضرورت وي۔

ده دا خبرې د رومانيه د پنځه ورځنۍ سركاري دورې پھ مهال د رومانيه د اقتصاد او تجارت وزارت او د كاروباري ټولنې رابطې لپاره د قومي كمپنۍ جنرل منيجر سره د ملاقات پھ مهال دا خبرې وكړی۔په دې موقع د دفاعي پېداوار وزارت اېډېشنل سېكتري ميجر جنرال طارق غفور هم ده سره وو۔وفاقي وزير د رومانيه دفاعي صنعتونو سره د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو خواهش څرګند كړو۔

ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاع په څانګه كښې د مرستې پراخا موقعې موجود دي۔ده رومانيه ته وړاندېز وكړو چې د پاكستان د دفاعي مصنوعاتو څخه دې بشپړه استفاده وكړي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاعي پېداوار په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق وكړې شو۔د رومانيه چارواكو د پاكستان د دفاعي پېداوار وزير رانا تنوير حسېن لخوا د رومانيه پھ دوره كولو مننه وكړه او پاكستان سره يې د مرستې روانې ساتلو باو وركړو۔وفاقي وزير د پاكستان په دفاعي نندارتون٬آئيډياز 2016 كښې ګډون هم وكړو۔