د پي اے سي په غونډه كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت لخوا په بريفنګ د عدم اطمينان څرګندونه٬ د منصوبه بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه رابللے شول

د پي اے سي په غونډه كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت لخوا په بريفنګ د عدم اطمينان څرګندونه٬ د منصوبه بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه رابللے شول

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ13ستمبر2017ء) د پارلمان پبلك اكاٶنټس كمېټۍ (پي اے سي) په غونډه كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت لخوا په بريفنګ د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د زارتونو غلطيانې حكومتونه او رياستونه زغمي٬ مونږ له به دا نظام سمول وي٬ كمېټۍ منصوبه بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه راوبلل۔ د پي اے سي غونډه د شورو په ورځ د چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو سيد نويد قمر٬ شاهده اخترعلي٬ سردار عاشق ګوپانګ ٬ محمود خان اچكزئۍ٬ ډاكټر عارف علوي٬ صاحبزاده نذير سلطان پشمول نورو غړو او د اړوند ادارو چارواكو ګډون وكړو۔

غونډه كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ د آډټ اعتراضونو جاج واخستو۔د منصوبه بندۍ وازارت سېكتر غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې ټولې 1022 منصوبې دي چې پكښې په 582 منصوبو كار روان دې او دې لپاره 536 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ 420 نوې منصوبې دي چې پكښې ځينې پي ايس ډي پي سره تعلق لري٬ د ټولو منصوبو لګښت 1318 اربه روپۍ ده٬ د وزارتونو پحقله 1018 منصوبې دي او دې لپاره 866 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔

سيد خورشيد شاه ووئيل د دې منصوبو په بشپړېدو كښې به شپږ نيم كاله وخت لګي كه چرې منصوبې په وخت ترسره نه شوې نو لګښت به ئې دوه كهربه ته ورسي۔ وزارت لخوا ووئيل شول چې د منصوبې عام موده د دريو نه تر پنځه كالو وي۔ سيد خورشيد شاه ووئيل د منصوبو د معياد چې كومه طريقه كار په پاكستان كښې دے په نړۍ كښې هېچرته نشته٬ په منصوبو 7 كاله لګي چې ورسره لګښت زياتېږي۔

ده ووئيل روانې منصوبې له ترسره شوې نه وي چې نوې منصوبې پېل شي۔ د منصوبه بندۍ وزارت په بريفنګ پي اے سي د عدم اطمينان څرګندونه وكړه۔ سيد خورشيد شاه ووئيل چې وزارت دې ماته لار وښائي چې پي اے سي څنګه وچلوم٬ دا پي اے سي سره ټوقې دي۔د كمېټۍ د غړو لخوا د خبرو نه پس كمېټۍ منصوبه بندۍ٬ خزانې او د مواصلاتو سېكتران د اكتوبر په 4مه نيټه راوبللې شوې او ورته امر وشو چې د سېكتران دې ځان سره يوازې اړوند چارواكي روالي۔