ګرد هېواد كښې به د ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر عمليات روان وي

د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د كرم ايجنسۍ د دورې پھ موقع خبرې

ګرد هېواد كښې به د ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر عمليات روان وي
د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د كرم ايجنسۍ د دورې پھ موقع خبرې

پېنډۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف وئېلي دي چې ګرد هېواد كښې به د ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر عمليات روان وي٬كوم ترهه ګر ته به د هېواد خاوره د بل كوم هېواد په ضد د كارولو اجازه ورنه كړې شي٬د ترهه ګرو په ضد د كاميابو عملياتو په نتيجه كښې حالات تر ډېره حده ښه شوي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د كرم ايجنسۍ(ټل)د دورې كولو په موقع وكړې۔

د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف د كرم ايجنسۍ دوره وكړه چرته چې پاك پوځ د ترهه ګرو په ضد پھ كومبنګ عملياتو كښې بوښت وو۔آپرېشنل كمانډر سرلښكر ته د كرم ايجنسۍ د امنيتي صورتحال او په خاص توګه هلته د پاك پوځ د روانو كومبنګ عملياتو او د آپرېشن بېسډ آپرېشن په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔سرلښكر په كرم ايجنسۍ كښې د روانو كومبنګ عملياتو په مجموعي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔

د كومو په نتيجه كښې چې په دې سيمو كښې د امنيت صورتحال ښه شوې۔ده د عملياتو د لارې د ترهه ګرو په پاكولو د بهادرو عسكرو عزم وستائېلو۔سرلښكر ووئيل چې د متحرك او فعاله عملياتو د لارې پھ فاټا كښې امن راوستلې شوې۔ده ووئيل چې د ترهه ګرو د پټن ځايونو٬سليپرز سېلپ او د سهولت كارو په ضد به په ټول هېواد ګښې د فرق نه بغېر عمليات روان وي او پاكستان به كله هم ترهه ګرو ته خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد د كارولو اجازه ورنه كړي۔

جنرال راحيل شريف د پولې انتظام بهترۍ لپاره د نوې تعيناتۍ او د ډهانچې جاج واخستو او هدايت يې وكړو چې په افغانستان كښې ريزلوټ سپورټ مشن(آر اېس اېن) او د افغان ملي امنيتي ځواكونو په مرسته دې په پوله د تګ راتګ مكمل او موثره څارنې لپاره اقدامات وكړې شي۔سرلښكر جنرال راحيل شريف چې كله كرم ايجنسۍ ته ورسېدو نو د پېښور كور كمانډر لېفټيننټ جنرال هدايت الرحمان يې هركلے وكړو۔