د ګلګت بلتستان ګورنر او وزيراعلٰی كراچۍ كښې د شخصي ټي وي چينلو پھ دفترو بريد په سختو ټكو وغندلو

د ګلګت بلتستان ګورنر او وزيراعلٰی كراچۍ كښې د شخصي ټي وي چينلو پھ دفترو بريد په سختو ټكو وغندلو

ګلګت (پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د ګلګت بلتستان ګورنر میر غضنفراو وزیر اعلٰی حفیظ الرحمن كراچۍ كښې د 2 شخصي ټي وي چینلو په دفترو د بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ ۔ ګلګت بلتستان ګورنر ووئيل د صحافت او د رائے په آزادۍ به كومه سودا ونه كړو۔ده خبريالې ورورولۍ سره د يو والي څرګندونې په مهال ووئيل آزاده مېډيا د جمهوريت زكه واره ده او او مضبوط جمهوريت د ترهه ګرۍ مقابله كولې شي۔

ده ووئيل مونږ كوم هم سياسي او مذهبي ګوند يا رياست لخوا د صحافت په آزادۍ د شويو بريدونو سخته غندنه كوو۔د ګلګت بلتستان وزیر اعلٰی حفیظ الرحمن ووئيل دا د صحافت په آزادۍ او د رائے په څرګندونه بريد دے ۔ده ووئيل جمهوريت له مېډيا بشپړ كردار ادا كړی او اړې ګړې راپېدا كول سمه رويه نه ده۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن) د صحافت په آزادۍ باور لري او دې لپاره خبريالانو بې شمېره قربانۍ وركړی دي.