حکومت 5 برآمدی څانګې د ټیکس څخه د مستثنیٰ کولو او د سیلز ټیکس بېرته وركولو لوظ تر سره كړو ، په سباؤن كښې به د سیلز ټیکس چېك په ځائ روپۍ آن لائن لېږلې شي ، د 21 اربه روپو نه زيات سیلز ټیکس بېرته وركولو چیك به جارې كولې شي ، سوكاله ، خپلواكه او باوقار پاکستان د وزیراعظم وژن دے، تر 31 اګست به د پارلماني غړو ټیکس ډائریکټری شائع کړې شي د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار برآمد کوونكو له د سیلز ټیکس بېرته وركلو دستورې ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار وئيلي دي حکومت 5 برآمدی څانګې د ټیکس څخه د مستثنیٰ کولو او د سیلز ټیکس بېرته وركولو لوظ تر سره كړو ، سباؤن كښې به سیلز ټیکس ریفنډ كولو له د چېك پھ ځائې روپۍ آن لائن منتقل کولې شي ، 21 اربه روپو څخه زيات د سیلز ټیکس ریفنډ چیك جارې كولې شي ، سوكاله ، خپلواكه او باوقار پاکستان د وزیراعظم وژن دے، تر 31 اګست به د پارلماني غړيو ټیکس ډائریکټری شائع کړې شي۔

د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ برآمد کوونكو له د سیلز ټیکس ریفنډ چیك وركولو دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه ۔ اسحاق ډار ووئيل سیلز ټیکس 5 برآمدی څانګو له زیرو كول آسان نه وو ،ده ووئېل د برآمدات صنعت له نورو مراعاتو سره سره حکومت د سیلز ټیکس ریفنډ كولو لوظ كړې وو ، ده ووئېل وړومبنې لوظ د سیلز ټیکس ریفنډ كول او دوهم لوظ پينځه برآمدی څانګې د سیلز ټیکس څخه استثنیٰ كول وو، د خزانې وزير ووئېل د لوظ له مخې 5 لوئې برآمدی څانګې د سیلز ټیکس څخه استثنیٰ كولو اعلان بجټ كښې شوې وو٬ اوس مو د رېفنډ لوظ هم سر ته ورسوو۔

ده ووئيل د پاکستان د تاريخ دا درې كاله سخت ګلونه ٶ كومو كښې چې مونږ د معيشت بحالۍ له ګامونه پورته كړه٬ د سېلز ټېكس ريفنډ كولو عمل به تر 31 اګست سر ته ورسي٬ ده ووئېل په مجموعي توګه 31 اربه 44 کروړه 17 لکھ روپۍ 6 زره څخه زيات ټېكس جاري كولې شي ۔ده ووئيل نن د پاكستان د تاريخ مهمه ورځ ده پخپله وزیراعظم چېكونه وېشي٬ نور به د ډاك د لارې لېږلې شي ۔

ده ووئيل مونږ سپېځلتيا باوري كولو له 6 زره 344 چيكونه هرې ادارې ته د رسولو انتظام كړې ٬ كه چا ته چېك ترلاسه نشي نو ھغوي اېف بي آر يا ما ته اي مېل كولې شي ٬ بيا لپاره به آن لائن بانك اكاٶنټس ته چېكونه لېږلې شي۔ده ووئيل پاکستان د وزیراعظم محمد نوازشریف په مشرۍ كښې په تندۍ سره پرمختګ كوي۔ده ووئيل وزیراعظم چې د ټاكنو په مهال د پاکستان خپلواكه او سوكاله جوړولو كوم لوظ كړې ٶ مونږ په درې كلونو كښې مثبت پېشرفت كړې٬ ده ووئېل په راتلونكو دوه كلونو كښې به د هېواد شرح نمو لا ښه شي.