پاكستان به د نيوكليئر سپلائر ډلې غړيتوب لپاره د بېلاروس او قزاخستان څخه ملاتړ غواړي٬

په دې لړ كښې به طارق فاطمي د بېلاروس او قزاخستان دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند

پاكستان به د نيوكليئر سپلائر ډلې غړيتوب لپاره د بېلاروس او قزاخستان څخه ملاتړ غواړي٬
په دې لړ كښې به طارق فاطمي د بېلاروس او قزاخستان دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) پاكستان به د نيوكليئر سپلائر ډلې غړيتوب لپاره د بېلاروس او قزاخستان څخه ملاتړ غواړي٬په دې لړ كښې به طارق فاطمي د بېلاروس او قزاخستان دوره كوي۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم د خارجه چارو مرستيال طارق فاطمي به د ځانګړي استازي پھ حېث د اګست د 23مې نېټې نه تر په 27مه نېټھ د بېلاروس او قزاخستان دوره كوي۔

هغه به د وزيراعظم نواز شريف خطونه د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكاشنكو ا و د قزاخستان اولس مشر نور سلطان نذربائيوف ته سپاري۔په دې خطونو كښې وزيراعظم په نيوكليئر سپلائرز ګروپس په اېن پي ټي لاس ليك نه كونكو هېوادونو لپاره د غړيتوب په معامله په غېر امتيازي سوچ اختيار كولو زور راوړې۔طارق فاطمي به د بېلاروس اولس مشر نه علاوه د خارجه چارو وزير ولادي مير ميكائي نائب خارجه وزير او د صنعت وزير سره هم ملاقاتونه كوي۔هغه به په قزاخستان كښې خارجه وزير او نائب خارجه وزير سره هم ملاقاتونه كوي۔(م ع/وس/1629)