اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر په مقبوضه كشمير كښې د روان هندي زور ٬ ظلم او زياتي په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې هند په مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د بدترين تشدد نوے مثال قائم كړے۔ د برهان وانی د شهادت څخه وروستو پېل شوي دې تشدد ګڼ شمېر كشميري ځوانان د ژوند څخه محروم كړي دي۔
په سوؤنو كشمير وګړي ژوبل شوي دي۔ د ګل په ورځ جاري كړې شوي خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د هندي چارواكو او مودي تشدد د جنون تر دے حد رسېدلې٬ يو خوا ګن شمېر كشميريان په خپلو وينو كښې لامبول شوي دي او بلخوا دوئ ته د خوراك څښاك سامان او د تېلو رسنه بندولو سره په دوئ د ژوند دائره لا تنګه كړې شوې۔ ده ووئيل هند كوم چې نړۍ كښې تر ټولو د لوئ جمهوريت ادعا كوي د ظلم او زور او زياتي انتها كړې۔
مقبوضه وادۍ ته د داروګانو رسنه هم بند كړې شوې چې دغسې چې ژوبل كشميري اولس خپلې درملنې ونكړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د نرېندر مودي لاسونه د ګجرات بې ګناه مسلمانانو په وينو د وړاندې نه سره وو اوس ئې د ظلم او زياتي نوے تاريخ ليكلو سره په سوؤنو كشميريان شهيدان كړل۔ هند په بدترين تشدد كولو اسرائيل ډېر وروستو پرېښودلې۔ د پېلټ ګن سره كشميريان ټول عمري له د ليدو د نعمت څخه محروم كړې شوي دي۔
وفاقي وزير هندي حكومت ته خبردارې وركولو سره ووئيل چې دا بدترين تشدد د كشميري اولس حوصلې ماتولې نه شي او د دې ښكاره ثبوت په سخته كرفيو كښې هم د كشميري اولس پاكستاني بېرغ پورته كولو سره په جنازو كښې ګډون كول دي۔ د دې څخه يو خوا د كشميري اولس بهادري ٬ مړانه او زړورتيا څرګنديږي او بلخوا د دوئ پاكستان سره د تړون څرګندونه ده۔