په آډيټرانو دې كوم ډول نوازشات ونه كړې شي۔ د پاكستان آډيټر جنرل رانا اسد امين هدايت

په آډيټرانو دې كوم ډول نوازشات ونه كړې شي۔ د پاكستان آډيټر جنرل رانا اسد امين هدايت

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) د پاكستان آډيټر جنرل رانا اسد امين ټولو وفاقي او صوبائي محكمو ته وئيلي دي چې په آډيټرانو دې كوم ډول نوازشات ونه كړې شي۔ دا اقدام د بدعنوانې او غلطې طريقې حوصله كمزورې كولو او اعلٰي اخلاقي معياراتو ته وده وركولو لپاره شوے۔ د ګل په ورځ د آډيټر جنرل د دفتر لخوا د جارې شوې يوې اعلاميې له مخې آډيټر جنرل په دې لړ كښې وفاقي سېكترانو او صوبائي چيف سېكترانو ته خطونه لېږلي دي په كومو كښې چې خواست شوے چې آډيټر پارټيز سره كار كوونكو چارواكو ته دې هدايت وكړے شي چې په آډيټرانو دې كوم ډول نوازشات ونه كړے شي٬ كه كوم آډيټر داسې كومه غوښتنه وكړي نو د هغه معامله دې په سمدستي توګه د اډټ ډائرېكټر جنرل په نوټس كښې راوستل شي چې دغسې د ضابطې كارروائي وكړې شي۔

دا اقدام د بدعنوانې او غلطې طريقې حوصله كمزورې كولو او اعلٰي اخلاقي معياراتو ته وده وركولو لپاره شوے۔