فېډرل پبلك سروس كمېسون د سي اېس اېس د كانديدانو د عمر زيات حد د دوه كاله زياتولو د وفاقي كابيېنې د پرېكړې اطلاق وكړو٬

تر 30 كلونو د عمر كانديدان به د كال 2017م د مقابلې په امتحاناتو كښې د برخې اخستلو اهل وي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) فېډرل پبلك سروس كمېسون د سي اېس اېس د كانديدانو د عمر زيات حد د دوه كاله زياتولو د وفاقي كابيېنې د پرېكړې اطلاق وكړو او د پرېكړې له مخې تر 30 كلونو د عمر كانديدان به د كال 2017م د مقابلې په امتحاناتو كښې د برخې اخستلو اهل وي۔ د اېف پي اېس سي لخوا جاري كړې شوي پبلك نوټس له مخې وفاقي كابينې د سي اېس اېس په امتحاناتو كښې د كانديدانو د عمر دوه كاله زياتولو پرېكړه كړې وه كومه به چې د كال 2017م په امتحان لاګو وي۔

د كال 2017م د سي اېس اېس په امتحان كښې د اول ځل برخه اخستونكو كانديدانو عمر به لږ نه لږ 21 كاله او زيات نه زيات 30 كاله وي۔ د سي اېس اېس د رول تھري له مخې د امتحان وركوونكو لږ نه لږ عمر به 21 كاله او زيات نه زيات 32 كاله وي۔ اهل كانديدانو تر 31م اكتوبر خپل د داخلې فارمونه لېږلې شي۔