د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې به مسلم ليګ (ن) د خپلې كاركردګۍ په بنياد كاميابي ترلاسه كوي٬

خېبر پښتونخوا كښې د محاذ آرائۍ سياست په سوب خلق ستونزو سره مخ دي۔انجينئر امير مقام

د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې به مسلم ليګ (ن) د خپلې كاركردګۍ په بنياد كاميابي ترلاسه كوي٬
خېبر پښتونخوا كښې د محاذ آرائۍ سياست په سوب خلق ستونزو سره مخ دي۔انجينئر امير مقام

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) د وزیراعظم سلاحكار انجنیئر امیر مقام وئيلي دي چې د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې به مسلم ليګ (ن) د خپلې كاركردګۍ په بنياد كاميابي ترلاسه كوي٬ خېبر پښتونخوا كښې د محاذ آرائۍ سياست په سوب خلق ستونزو سره مخ دي۔د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل حكومت د وزیراعظم محمد نوازشریف په مشرۍ كښې اولس دوست پاليسۍ جوړه كړې۔

ده ووئيل هېواد په تندۍ سره د پرمختګ په لاره روان دے ٬ هېواد كښې په تندۍ سره موټروېز او سترې لارې جوړېږي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د محاذ آرائۍ سياست په سوب خلق ستونزو سره مخ دي په راتلونكو كښې به پېښور د مسلم ليګ (ن) قلعه ثابت شي۔ده ووئيل د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې به مسلم ليګ (ن) د خپلې كاركردګۍ په بنياد كاميابي ترلاسه كوي۔