د آئين آرټيكل 62، 63 كښې بدلون يو ګوند په ځانله نشي كولې او نه په زور كېدې شي۔ د 18م بدلون په مهال پخپله مسلم ليګ (ن) د دې په حق كښې نه ؤ۔د مسلم ليګ (ن) لارښود سناتور لېفټېننټ جنرال (ر) عبد القيوم د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ23اگست2017ء) د مسلم ليګ (ن) لارښود سناتور لېفټېننټ جنرال (ر) عبد القيوم وئيلي دي د آئين آرټيكل 62، 63 كښې بدلون يو ګوند په ځانله كولې نشي كولې او نه د ډنډې په زور داسې كېدې شي۔ د 18م بدلون په مهال پخپله مسلم ليګ (ن) د دې په حق كښې نه و او د 62، 63 خاتمې په اړه ئې د تجويز مخالفت كړې و ولې اوس مونږ په دې خبر رسېدلې يو چې د آئين په دې آرټيكلز كښې بدلون كېدې شي۔

ده ووئيل د چا په ضد چې پرېكړه شوې هغوي دا ګڼي چې هغوي سره زياتې شوې۔ ده ووئيل كه نن سياسي ګوندونه چمتو وي نو دې كښې بدلون كېدې شي۔ ده ووئيل كه ګوندونه ترميم غواړي دوئي بايد خپل دريځ په دې اړه وړاندې كړي۔ ده ووئيل پخوا د يو څو كسانو بچ كولو له اېن آر او راوړلې شوې وه او دغه وخت ټولغلي او نن په 62، 63 تبصرې كوي۔