د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ زمونږ په وينه كښې شامل دے۔ د آزادۍ مشال رڼا به د كشمير د آزادۍ د سهار زېرے ثابت شي او د هند د وېش نيمګړې ايجنډا به بشپړه شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي’’ نیلا بټ‘‘ ورځې په مهال پېغام

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ23اگست2017ء) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ زمونږ په وينه كښې شامل دے۔ د آزادۍ مشال رڼا به د كشمير د آزادۍ د سهار زېرې ثابت شي او د هند د وېش نيمګړې ايجنډا به بشپړه شي۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ د " نیلا بټ" ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل كشمير كښې د تېر كال پېښې دا خبره په ډاګه كوي چې د کشمیر تحریکِ 100 فيصده ځائي او غېر مسلح دے كوم چې رياستي ترهګرۍ سره مخ دے۔

ده ووئيل د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ زمونږ په وينه كښې شامل دے۔ وزیراعظم په دې مهال د پاکستانی اولس د دې عزم پخلې كولو سره ووئيل زه كشميري اولس ته دا پېغام وركوم چې د سردار عبد القيوم خان په ډول شخصياتو چې د آزادۍ كوم مشال بل كړې د دې رڼا په ټوله نيمه اوچه كښې خپره شوې۔ ده ووئيل دا رڼا به كه لوئے څښتن ته منظور وي د كشمير د آزادۍ د سهار زېرې ثابت شي او د هند د وېش نيمګړې ايجنډا به ترسره شي۔