د پاكستان او يوګنډا غوره شريكو اړيكېو دائره بايد معاشي او تجارتي اړيكو ته هم پراخا كړی شي۔

د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي د يوګنډا دوهم اولس مشر اېډورډ سكينډي سره ملاقات كښې خبرې د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ په لاره تندۍ سره روان دے۔د يوګنډا دوهم اولس مشر

كمپالا (پاکستان نیوز پوائنٹ 19اگست 2016ء) د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي چې د پاكستان او يوګنډا د ښو اړيكو دائره بايد تر پياوړو معاشي او تجارتي اړيكو پراخا كړی شي۔ده د يوګنډا دوهم اولس مشر اېډورډ سكينډي سره خبرې كولې چا سره چې ده د څپلې دورې په مهال ملاقات وكړو او ورسره يې د شريكو خوښو په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

عرفان صديقي ووئيل د ملګرو ملتونو٬دولت مشتركه٬اسلامي كنفرنس تنظيم او نورو نړيوالو ادارو كښې په بېلو چارو د يوګنډا او پاكستان دريځ يو پاتې شوې۔دې څخه دا په ډاګه كېږي چې دواړو هېوادونو ترمينځه مفاهمت موندلې شي۔عرفان صديقي ووئيل دواړه هېوادونه د سلامتيا څانګې ته په وده وركولو هم غور كولې شي۔ده د يوګنډا دوهم اولس مشر ته د پاكستاني مشرتابه لخوا د خېرسګالۍ پېغام ورسولو۔

دوهم اولس مشر عرفان صديقي ته تود هركلے اووئې او د ده په دوره يې د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ پاكستان سره د ملګرتيا خپلې اړيكې مهمې ګڼو۔ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ په لاره تندۍ سره روان دې۔ملاقات كښې د پاكستان اعزازي قونصلر ډاكټر كټاټومبا نه ځانله د يوګنډا پاكستان اېسوسي اېشن چيئرمېن شاهد علوي او چوهدري ظفراقبال هم موجود وو۔(وا/وس/2131)