په جمهوري او معاشي توګه قوي پاكستان زمونږ وژن دے٬

د ستراتېژېكي پالېسيو به هېڅ سودا ونه كړوپاكستان او تركيه پخواني ملګري دي٬د پاك بحريه فليټ ټينكر به تل د پاك تركيه دوستۍ علامت په توګه ياد ساتلې شي٬حكومت به ټولو تكنيكي څانګو له پخپلو پښو د اودرېدو پالېسۍ له مرسته روانه ساتي٬ګوادر مركز جوړول او سيمه ايز تجارت او ټرانس شپمينټ د لارې زياته ګټه د حكومت عزم دے۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف كراچۍ شپ يارډ كښې د تركيه شپ بلډنګ فرم په مرسته د جوړ شوي 17 زره ټنه فليټ ټينكر پرانستې دستورې ته خطاب

په جمهوري او معاشي توګه قوي پاكستان زمونږ وژن دے٬
د ستراتېژېكي پالېسيو به هېڅ  سودا ونه كړوپاكستان او تركيه پخواني ملګري دي٬د پاك بحريه فليټ ټينكر به تل د پاك تركيه دوستۍ علامت په توګه ياد ساتلې شي٬حكومت به ټولو تكنيكي څانګو له پخپلو پښو د اودرېدو پالېسۍ له مرسته روانه ساتي٬ګوادر مركز جوړول او سيمه ايز تجارت او ټرانس شپمينټ د لارې زياته ګټه د حكومت عزم دے۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف كراچۍ شپ يارډ كښې د تركيه شپ بلډنګ فرم په مرسته د جوړ شوي 17 زره ټنه فليټ ټينكر پرانستې دستورې ته خطاب

كراچۍ 19 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي په جمهوري او معاشي توګه قوي پاكستان زمونږ وژن دے٬د ستراتېژېكي پالېسيو به هېڅ سودا ونكړو٬كراچي شپ يارډ كښې د تركيه شپ بلډنګ په مرسته جوړ 17 زره ټنه فليټ ټينكر د خپلې تاكلې مودې څخه دوه مياشتې وړاندې په بشپړولو د كراچۍ شپ يارډ٬پاك بحريه او د دفاعي پیداوار وزارت له مباركي وركولو سره وزيراعظم ووئيل تركيه سره معاشرتي٬كلتور او سماجي اړيكې لرو۔

د دفاع په اړه به د دواړو هېوادونو مرسته زياتوالې شي٬٬ ده ووئېل د پاكستان بحريه فليټ ټينكر به تل د پاك تركيه دوستۍ علامت په توګه ياد ساتلې شي٬حكومت د ټولو تكنيكي څانګو پخپلو پښو اودرېدو پالېسۍ مرسته به روانه ساتي٬ګوادر مركز جوړول او سيمه ايز تجارت او ټرانس شپمينټ د لارې زياته ګټه ترلاسه كول د حكومت عزم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ كراچۍ شپ يارډ كښې د تركيه شپ بلډنګ په مرسته د جوړ شوي 17 زره ټنه فليټ ټينكر لانچنګ دستورې ته د مشر مېلمه پھ حېث خطاب كښې وكړه۔

فليټ ټينكر د جمعې پھ ورځ كراچۍ شپ يارډ اينډ انجينئرنګ وركس كښې يوه دستوره كښې معارفې كړې شو۔دستوره كښې د سندھ ګورنر ډاكټر عشرت العباد خان٬د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير٬د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد ذكاﺀالله او نورو سول او عسكري چارواكو ګډون كولو۔

وزيراعظم محمد نواز شريف په 17 زره ټنه فليټ ټينكر جوړولو د كراچۍ شپ يارډ او تركيه شپ بلډنګ فرم له مباركي وركولو سره ووئيل د دې اقداماتو سره به د دفاعي پېداوار جنګي الوتكو جوړولو له په خاص توګه د پاكستان او تركيه ترمينځه همكاري زياته شي ۔وزيراعظم ووئيل دا پروژه به د دفاعي پېداوار په لړ كښې د هېواد پخپلو پښو اودرېدو له مهم كردار ترسره كړي۔

۔وزيراعظم ووئيل حكومت د كراچۍ نه تر ګوادر په ساحل د بحري انفراسټركچر قوي كولو لوظ كړې۔وزيراعظم د كراچۍ شپ يارډ عملې او انتظاميې هڅې وستائېلې چا چې دا اداره ګټوره جوړولو له كردار ترسره كړې۔وزيراعظم ووئيل كراچۍ شپ يارډ د سركاري څانګې د كاميابۍ ښه مثال دے بايد نورې ادارې هم په دې عمل وكړي۔وزيراعظم ووئيل د خپل وخت نه دوه مياشتې وړاندې فليټ ټينكر جوړول د قام لپاره د 70مې آزادۍ ورځې ډالۍ ده۔

وزيراعظم د كراچۍ شپ يارډ ملازمانو لپاره د 100 ملينه روپو بونس اعلان هم وكړو۔وزيراعظم فيته پرې كړه او د فلېټ ټېنكر پرانسته ئې وكړه۔د كراچۍ شپ يارډ په فلېټ فارم د فيتې پرې كولو نه پس 17 زره ټنه فلېټ ټېنكر د كوټګ بورډ په مرسته سمندر ته كوز كړې شو۔د دې نه وړاندې د كراچۍ شپ يارډ اينډ انجينئرنګ وركس منيجنګ ډائرېكټر ايئر اېډمرل سيد حسن ناصر شاه خپل استقباليه خطبه كښې وئيل دا فليټ ټينكر تراوسه پاكستان كښې جوړېدونكې تر ټولو لويه جنګي بېړۍ ده۔

ده ووئيل پخوا كراچۍ شپ يارډ اينډ انجينئرنګ وركس جنګي بېړۍ جوړې كړي دې ۔ده ووئيل پاك بحريه د څلورو آبدوزو جوړولو لويه پروژه كراچۍ شپ يارډ ته په وركولو د باور څرګندونه كړې كوم به چې د چين په اشتراك سره بشپړولې شي۔دا بېړۍ جديدې طبي آسانۍ هم لري كوم چې د جنګ په مهال د پاك بحريه نورو بېړو نه د طبي مرستې وركولو صلاحيت لري۔