د پاكستان او تھائي لېنډ ترمينځھ د آزاد تجارت په لوظنامه به خبرې اترې د اګست په 21مه نېټه پېل كېږي

د پاكستان او تھائي لېنډ ترمينځھ د آزاد تجارت په لوظنامه به خبرې اترې د اګست په 21مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ18اگست2017ء) د پاكستان او تھائي لېنډ ترمينځھ د آزاد تجارت په لوظنامه به خبرې اترې د اګست په 21مه نېټه پېل كېږي۔ د تجارت وزارت ذريعو اے پي پي ته ووئيل چې دواړو هېوادونو د تحفظاتو ازالې له د آزاد تجارت په لوظنامه كښې د وړاندې كړې شويو څيزونو فهرستونه يو بل سره شريك كړي دي كومو كښې چې آټو موبېل او د ټېكسټائل مصنوعات هم شامل دي۔ ذريعو ووئيل چې امكان دے چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د آزاد تجارت لوظنامه به د ستمبر په 25 نېټه لاس ليك شي۔ ذريعو دا هم ووئيل چې تھائي لېنډ ته د الېکټریکل او الېکټرانک مصنوعاتو څانګه كښې او پاكستان ته په 684 څيزونو كښې وړاندې والې ترلاسه دے۔ كومو كښې چې د ټېكسټائل او سرجيكل آلات شامل دي۔