هېواد كښې لوډشېډنګ كم شوې كومو سيمو كښې چې زياته برېښنا غلا كېږي او بلونه نه وركولې كېږي هلته لوډشېډنګ هم زيات كېږي۔د اوبو او برېښڼا وفاقي وزير خواجه محمد آصف مركه

هېواد كښې لوډشېډنګ كم شوې كومو سيمو كښې چې زياته برېښنا غلا كېږي او بلونه نه وركولې كېږي هلته لوډشېډنګ هم زيات كېږي۔د اوبو او برېښڼا وفاقي وزير خواجه محمد آصف مركه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 19اگست 2016ء) د اوبو او برېښڼا وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي چې هېواد كښې لوډشېډنګ كم شوې كومو سيمو كښې چې زياته برېښنا غلا كېږي او بلونه نه وركولې كېږي هلته لوډشېډنګ هم زيات كېږي۔د جمعې په ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل مونږ د هېواد څخه د برېښنا بحران ختمولو له كار كوو۔د 2018 ټول ټاكنو څخه وړاندې به هېواد څخه لوډشېډنګ ختمولې شي۔ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت به خپله موده پوره كوي٬مسلم ليګ(ن)هغه ګوند دے كوم چې هېواد د پرمختګ او څوكالۍ په لار روانولې شي۔ده ووئيل د حكومت د ښه پالېسو په سوب د هېواد معيشت وخت په وخت مستحكم كېږي د كومې اعتراف چې نړيوالې ادارې هم كوي.