حرمېن شريفين ته په وران نظر كتونكو څه لويې شيطان او د هغوي څخه زيات پھ كاڼو د ويشتلو مستحق بل څوك نشته٬يو ضرب عضب د ترهه ګرو٬

د هغوي د جالو او د سهولت كارو لپاره پیل كړی شوې او بل نظرياتي ضرب عضب علماﺀ پیل كړی٬علماﺀ كرامو د فكري ضرب عضب د لارې د اسلام اصل تشخص نړۍ ته وړاندې كړی٬نړۍ نن دا مني چې ترهه ګري د اسلام او مسلمانانو سره هېڅ تعلق نه لري۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد ندائے امت كنفرنس ته خطاب

حرمېن شريفين ته په وران نظر كتونكو څه لويې شيطان او د هغوي څخه زيات پھ كاڼو د ويشتلو مستحق بل څوك نشته٬يو ضرب عضب د ترهه ګرو٬
د هغوي د جالو او د سهولت كارو لپاره پیل كړی شوې او بل نظرياتي ضرب عضب علماﺀ پیل كړی٬علماﺀ كرامو د فكري ضرب عضب د لارې د اسلام اصل تشخص نړۍ ته وړاندې كړی٬نړۍ نن دا مني چې ترهه ګري د اسلام او مسلمانانو سره هېڅ تعلق نه لري۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد ندائے امت كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي حرمين شرفين ته وران نظر كتونكو څه لويې شيطان او د هغوي څخه زيات پھ كاڼو د ويشتلو مستحق بل څوك نشته٬يو ضرب عضب د ترهه ګرو٬د هغوي د جالو او د سهولت كارو ختمولو لپاره پیل كړی شوې او نظرياتي ضرب عضب علماﺀ كرام پیل كړی٬علماﺀ كرامو د فكري ضرب عضب د لارې د اسلام اصل تشخص نړۍ ته وړاندې كړی٬نړۍ نن دا مني چې ترهه ګري د اسلام او مسلمانانو سره هېڅ تعلق نه لري۔

ده د پاكستان علماﺀ كونسل د سيوري لاندې ندائے امت كنفرنس ته خطاب كولو۔په كنفرنس كښې د سعودي عربستان ٬فلسطين٬اردن او يمن سفيرانو٬علماﺀ كرامو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون كولو چا چې د كوئټې ترهه ګري او پھ سعودي كښې د ترهه ګرو د بريدونو سخته غندنه وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان علماﺀ كونسل ټوله نړۍ او په خاص توګه پاكستان كښې مېشته مسلمانان د مننې كولو مستحق دي چا چې د امن سوچ تر مخه په نړۍ كښې د اسلام اصل پیژندګلو رامخې ته كړه او د هغه سوچ لاره يې بنده كړه د كومې د لارې چې ترهه ګر د ژبې پھ ځاې وسله پورته كړې او د مينې په ځاې د كركې او د امن په ځاې فساد خپرولو سره زما او ستاسو دين بدنامولو۔

ده ووئيل علماﺀ كرامو دغه بېرغ هسك كړو او فكري ضرب عضب سره يې د ترهه ګرو منفي او ناسمه عكس نړۍ ته وړاندې كړو۔دا زمونږ د علماﺀ كرامو د هڅو نتيجه ده۔د امريكې اولس مشر اوباما ٬د فرانس اولس مشر او د اروپائي ائتلاف مشرانو دا اعتراف كړی چې په كومو هېوادونو كښې ترهه ګر رامخې ته شوي د هغوي د اسلام او مسلمانانو سره هېڅ تعلق نشته۔د اطلاعات وزير ووئيل پھ امريكا كښې صدارتي ټاكنې پھ معاشي يا معاشرتي ايجنډا نه بلكې په يوه نكته كېږي٬يو كانديد ترهه ګري اسلام او د مسلمانانو سره تړي او وائي چې پھ امريكا كښې به مسلمانانو ته د پاتې كېدو اجازه نه وركړے كېږي دغسې د هغه پھ مقابل كښې بله كانديده هېلري كلنټن وائي چې اسلام او مسلمانان د دې پیښو سره هېڅ تعلق نه لري او د هېلري موقف ملاتړ زياتېږي ٬ ده ووئېل دا د علماﺀ كرامو د نظرياتي فكر عام كولو نتيجه ده۔

د اطلاعات وزير ووئيل دا ټول كرېډېټ د علماﺀ كرامو سره د كعبې امام ته هم ترلاسه دے۔ده ووئيل د پاكستان علماﺀ كونسل او دې سره اړوند ټول كسانو څخه هيله لرو چې د حق او رښتيا دا پېغام به لا خپوروي دغسې چې ترهه ګرو ته وګړي ترلاسه نه شي كوم چې هغوي ځانمرګې بريدونو له كاروي۔ده ووئيل د يو انسان وژل د ټول انسانيت وژل دي۔وفاقي وزير ووئيل د كوم هم مذهب لپاره د عبادت د ځاې څخه بل كوم څيز مقدس نشته او د مسلمانانو لپاره خانه كعبه او مسجدي نبوي څخه زيات مقدس بل ځاې نشته او حرمين شرفين كوم چې زمونږ لپاره د هدايت سرچينه ده۔

ده ووئيل وزيراعظم د سياسي قيادت په مشاورت د قامي سلامتيا ادارو د لارې ضرب عضب عمليات پیل كړې۔د كومې په نتيجه كښې چې ترهه ګر٬د هغوي جالې او سهولت كار ختمولې شي۔ ده ووئېل خو د دې سره سره فكري ضرب عضب ته هم اړتيا وه چې د لارې يې د انتها خوښې سوچ ختمولو سره اصل تشخص رامخې ته كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئېل په دې علماﺀ كرام د مباركۍ مستحق دي۔ده د ندائے امت كنفرنس پھ كولو د حافظ طاهر محمود اشرفي هڅې هم وستائېلې۔)ص ف/ض ض/وس/2202)