پاكستان او المان د تجارت ٬ معيشت او ترهګرۍ مخنيوي په شمول دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته سلا شول

پاكستان او المان د تجارت ٬ معيشت او ترهګرۍ مخنيوي په شمول دوه  اړخيزه مرستې زياتولو ته سلا شول

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) پاكستان او المان د تجارت ٬ معيشت او ترهګرۍ مخنيوي په شمول بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته سلا شوي دي ۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه دا سلا برلن كښې د پاك المان ستراتيجيكي خبرو اترو درېم پړاؤ كښې راغلې ده ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ترمخه خبرو كښې خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدری د پاكستاني پلاوي او سټېټ سېکتر مارکیز اېډرر د خپل هېواد مشري وكړه۔

وياند ووئيل خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدری خپل المانې همڅنګ مقبوضه كشمير كښې د روانې وضعې څخه هم خبر كړو او په نړيواله ورورولۍ ئې زور راوړو چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو بندولو لپاره په هندي حكومت فشار راوړي ۔ اعزاز چوهدری د المان پولیټیکل فاونډېشن تر سېوري لاندې يوې غونډې ته هم خطاب وكړو او ګډون كوؤنكو ته ئې د پاكستان خارجه پالېسۍ او په خاص توګه المان او اروپائي ائتلاف سره د پاكستان د اړيكو په اړه بريفېنګ وركړو.