جمهوريت كښې سياسي پرېكړې په سړكونو نه پارلېمان كښې كيږي۔ پروېز ملک

جمهوريت كښې سياسي پرېكړې په سړكونو نه پارلېمان كښې كيږي۔ پروېز ملک

لاهور(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د پاکستان مسلم لیګ(ن) لاهور د قامي اسمبلۍ غړي پروېز ملك وئيلي دي جمهوریت كښې سياسي پرېكړې په سړكونو نه پارلېمان كښې كيږي۔ ځينې سياسي عناصر د خپل احتجاج د لارې د نورو ايجنډې ته وده وركوي او دوئي د اولس كوم خدمت نه كوي بلكې دوئي د پرمختيائي كارونو په لاره كښې د خنډانو راولاړولو سوب ګرځي۔ اولس دوئي ښه پېژني۔ تېره ورځ لاهور كښې د لوړې كچې يوې غونډې ته ده ووئيل د تېرو درې كلونو په مهال د مياں محمد نواز شريف په مشرۍ كښې هره څانګه په سم لوري روانه شوې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي چيئرمېن بايد د خپل سياست بچ كولو له خپلې پرېكړې د سړكونو په ځائې پارلېمان او جمهوري ادارو كښې وكړي۔