مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د هند په زور او ظلم پاكستان سخت تشويش لري۔

د وزیراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر خان جنجوعه د ناروے خارجه وزير سره خبرې

مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د هند په زور او ظلم پاكستان سخت تشويش لري۔
د وزیراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر خان جنجوعه د ناروے خارجه وزير سره خبرې

اسلام آباد ۔(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د وزیراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر خان جنجوعه وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د هند په زور او ظلم پاكستان سخت تشويش لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ناروے خارجه وزير سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ ناصر جنجوعه ووئيل افغانستان كښې امن پاكستان لپاره ډېر مهم دے۔

ده د ناروے خارجه وزير د افغان اولس لخوا د پېل كړې شوي امن عمل د لارې افغانستان كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان د پرله پسې هڅو نه خبر كړو۔ دې سره سره ناصر جنجوعه خارجه وزير د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ چېلنج مقابلې له د پاكستان ګامونو څخه هم خبر كړو۔ په دې مهال لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه د آپرېشن ضرب عضب او نېشنل اېکشن پلان د لارې په ترلاسه شوو كاميابيو هم رڼا واچوله۔ د ناروے خارجه وزير سيمه ايز امن او استحكام كښې د پاكستان د كردار اعتراف كولو سره د پاكستان هڅې وستائلې۔