لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه په نېنشل اېكشن پلان عمل له د كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ راوبلله

لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه په نېنشل اېكشن پلان عمل له د كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ راوبلله

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه په نېنشل اېكشن پلان عملدرآمد له د جوړې كړې شوې كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ رابللې ده ۔ غونډه به وزيراعظم سېكرټرېټ كښې كيږي۔ غونډه كښې به د كمېټۍ ټول غړي ٬ اړوند وفاقي سېكتران ٬ ټول چيف سېكتران ٬ ، د پوليس آئی جیز ، ډائرېکټر جنرل ملټری آپرېشنز، د استخباراتي ادارو استازي ٬ صوبائی داخله سېكتران او نور چارواكي ګډون كوي۔

د سرکاری ذريعو ترمخه اټارنی جنرل آف پاکستان، د پېمرا چیئرمېن او د پي ټي اے چيئرمېن ته هم غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده ۔ كمېټي به د قام د هيلو ترمخه د غوښتلو شويو نتيجو ترلاسه كولو له د وضعې جاج اخلي۔ په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد څارنه به كوي او په دې لړ كښې به د ولاړو خنډانو ختمولو سره سره سباؤن له تګلاره وضعه كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وزيراعظم نواز شريف په دې ورستيو كښې لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه په نېشنل اېکشن پلان عملدرآمد له د کمیټۍ مشر غوره كړې ؤ.